The news is by your side.

د نړۍ ګټور فلمونه

0

فلمونه چې د تفریح او ساعتېري یوه ښه ذریعه بلل کېږي، د وروستیو څو لسیزو په لړ کې یې ميلیونه وګړیو ته د کار زمینه هم برابره کړې ده او هر کال پر فلم صنعت کروړونه ډالر پانګونه کېږي.
نن درته هغه فلمونه در پېژنو چې په نړۍ کې یې تر نورو ډېر ګټور تمام شوي او خلکو ډېر زیات خوښ کړي هم دي.
لومړی د هالیووډ ساینس فيکشن «اواتار» فلم چې په ۲۰۱۰مېلادي کال کې پر سېنماګانو نندارې ته وړاندې شو ۲٫۷ میلیارډه ډالره یې ګټلي او لا هم مخ پر وړاندې روان دی. په دې فلم کې د هالیووډ سېنما وتلیو ستوریو زویي سلډانا، سیم ورتنګټن او سټیفن لینګ سمیت مرکزي رول لوبولی دی.
په دویم پړاو کې «اوينجرز اینډ ګيم» دی په باکس افېس کې بریالی روان دی. دا فلم تر دې مهاله هم لویانو او هم ماشومانو ډېر خوښ کړی دی چې تر اوسه یې ۲٫۵ میلیارډه ډالره ګټلي دي.
په درېیم قدم کې «ټايي ټینګ» فلم دی چې په ۱۹۹۷مېلادي کال کې ریلیز شوی او ۲٫۱۸ میلیارډه ډالره ګټه یې کړې ده. همدا راز، «سټار وارز، دی فوررس»، «اوينجرز، اينفنیټي وار»، «جراسک ولډ» او «دې اوینجرز فیوریس» په تر تیب سره ۲٫۰۶ ميلیونه، ۲٫۰۴ ميلیونه، ۱٫۶۷ مېلیونه، ۱٫۵ میلیارډه ډالره ګټه کړې ده.

(Visited 18 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.