The news is by your side.

د هند فلمي لوبغاړې بومي پدنکار د وزن د کمښت راز

0

د هند فلمي لوبغاړې بومي پدنکار په دوو میاشتو کې به خپل ۳۰ کیلو وزن کماوه، نوموړې خپل خوړنیځ رژیم داسې بیانوي چې له ما سره زما د مور همکاري وه چې تل به یې راته په وخت خواړه برابرول:

په سهار کې یې :

1-      کله به چې له خوبه ویښه شوه :

په یوه لیټر اوبو کې به یې د بادرنګو څو ټوټې، د یېلنې څو پاڼې او لیمو ور واچول او د ۴ ساعتونو لپاره به یې په یخچال کې ایښودل، څو دا توکي یې په اوبو کې ښه حل شي، نو دا به یې په هرسهار په نهاره څښل.

یو څه په نظر کې ونیسئ چې بوره به بلکل نه استعمالوئ، خو که مو خوږو ته زړه وتښنېد، پر ځای یې شات، ګوړه، خرما او اوبه کارولی شئ.

ورزشي کلب ته د تلو نه مخکې به دوه «کرسه» د هګیو له سپینو سره خواړه.

سباناری: له کلبه په راستنېدو به نوموړې پنځه ایشېدلې هګۍپرته له زیړه خوړلې، ځکه د هګۍ ژیړه برخه کلسټرول اضافه کوي او د وزن په ډېرښت کې مرسته کوي.

غرمه:

نوموړې د ډوډۍ پرځای داسې څه یې ځانته تیاره کړه چې په هغه کې جوار،نخود(تروه)«شور نخود»، باجره او سنځلې سره ګډ کړل او اوړه به یې ترې جوړ کړل او اوبه داره خوړو سره به یې پورې کوله.

کله به یی چې غوښې ته زړه وشو نو د چرګ کباب شوې غوښه به یې خوړله.

ماښامنی: تازه میوه، وچه میوه او چای.

ماسخوتن: سلاد

په اتو بجو شپه: له هماغې ډوډۍ سره یې پالک خوړل.

ژباړه: کمالپوري

(Visited 226 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.