The news is by your side.

د کترینا د ښکلا يو بېل راز

0

تاسې به په هندي سېنما کې د کترینا کیف د ښایست په اړه ډېرې کیسې اورېدلې وي او همدا راز هغه به مو هم په فلمونو کې ډېره ليدلې وي چې بدن یې ډېر نازک او زړه راښکونکی جوړ دی.
که څه هم د هغې عمر اوس ۳۶ کاله دی، خو په بالیووډ سېنما کې تر ډېرو اداکارانو ډېره تندرسته او نازکه ښکاري.
راځئ نن مو له دې خبرې پوه کړو چې د هغې د تندرستي او ښکلا راز په څه کې دی او ولې یې بدن دومره نازک دی چې د هر چا خوښېږي؟
د هندي رسنیو د مالوماتو له مخې کترینا کیف هره ورځ بېلابېل ورزش کوي، څو بدن یې ځوان، تندرست، نازک او ښکلی ښکاره شي.
هغه د ورځې په جریان کې د خپل بدن غړیو د پیاوړتیا لپاره په ساعتونو تمرین کوي، څو د بند غړیو بڼه یې سالمه پاتې شي او دا تمرین له هغې سره د مېټابوليزم په تېزېدو کې هم مرسته کوي.
د هغه د ورځې په لړ کې د خپلې استادې یاسین کراچیوالا په لارښوونه د پېلاټس په نوم ورزش هم کوي چې دا تمرین یې د موازنې او هستې په برابرولو کې مرستندویه ثابتېږي.
د کمبټ، نڅا، یوګا او کارډیو په نوم نور هغه ورزشونه دي چې کترینا کیف د خپل مهال وېش په مطابق او د خپلو استادانو په لارښوونه کوي چې دا ډول حرکات د هغې د ښکلا او تندرستي په برخه کې ډېره مرسته کوي.

(Visited 52 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.