The news is by your side.

سدهو د کپل شرما خپرونې ته بېرته ستنېږي

0

د هندوستان کامیډي مشهوره «ده کپل شرما» خپرونې اصلي څېره نوجوت سنګهـ سدهو د بالیووډ سېنما وتلي اداکار سلمان خان په هڅه بېرته خپرونې ته ستنېږي.
سدهو له هغې وروسته د کپل شرما له خپرونې وایستل شو چې د هند تر ولکې لاندې پلوامه سیمه کې پر هندي پوځیانو برید وشو، خو هغه د پاکستان پر خلاف له څرګندونو ډډه وکړه او همدا لامل شو چې سخت‌دریځو هندوانو پر هغه نیوکې وکړې او له خپرونې يې وایسته.
هندي رسنۍ لیکي، د دې خپرونې له مشهورې څېرې سدهو پر ځای ارچنا پورن سنګهـ د کپل شرما له ټیم سره یو ځای شوی دی، خو اوس سلمان خان بېرته هڅه کوي چې هغه دې خپرونې ته ستون کړي.
د دې خپرونې اصلي لوبغاړی کپل شرما وايي، که څه هم خپرونې ته د سدهو پر ځای نوې څېره راغلې ده، خو زیاتوي د سدهو شاعري يې ډېره یادېږي او تمه لري چې ډېر ژر دې خپرونې ته ستون شي.

سرخط ورځپاڼه

(Visited 19 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.