The news is by your side.

سلمان‌ خان له پریانکا مرسته وغوښته

0

تېر کال همدا شپې ورځې وې چې سلمان خان د «بهارت» په نوم فلم کې پريانکا چوپړا ته د کار کولو وړاندیز وکړ، خو هغې په دې فلم کې د خپل واده له کبله کار و نه ‌شو کړای.
وروسته بیا سلمان خان په دې فلم د مرکزي رول بلې وتلې ستورې او د باولیووډ مشهورې ممثلې کترینه کیف ته وړاندیز وکړ چې هغې یې وړاندیز ته هر کلی وکړ.
اوس ټاکل شوې دا فلم په راتلونکې اختر کې پر سېنما نندارې ته وړاندې شي او سلمان خان په یوې مرکه کې له پریانکا چوپړا غوښتنه کړې چې د دې فلم مشهورتیا کې ور سره مرسته وکړي او خلک یې کتلو ته را وبولي.
سلمان‌ خان د یوې پوښتنې په ځواب کې چې پریانکا ولې د دې فلم په مشهورولو کې ور سره مرسته وکړي، ویلي، پریانکا چوپړا د دې فلم له کیسي سره مینه لري.

(Visited 70 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.