د هندي سېنما وتلي ستوري او د دبنګ فلمونو مشهور ممثل سلمان خان د «دبنګ درې» فلم انځور اخيستنه یا شوټېنګ پیل کړ.
د دبنګ درې فلم لپاره د سلمان خان ډېر مینهوال له ډېرې مودې په تمه وو چې کله به د دې فلم انځور اخيستنه پیلېږي، خو سلمان خان د خپلو مینهوالو صبر پای ته ورساوه او رسماً يې د دې فلم پروډیوسر ارباز خان او لارښوود پرابودیوا په حضور کې د دې فلم ډکول پیل کړل.
د دبنګ فلمونو په لړۍ کې له سلمان خان سره د بالیووډ سېنما وتلې اداکاره سونکشي سینها هم په دې فلم کې د مرکزي ممثلې په حيث کار کوي او په یوې ویډيو کې خپلو مینهوالو ته وايي چې ډېر زر به یې د خوښې فلم ورته نندرې ته وړاندې کړي.
له ۲۰۱۰ کاله را په دې خوا له سونکشي سینها سره د سلمان خان درېیم فلم دی چې د بنګ په لړۍ کې يې ورسره یوځای ډکوي او تر دې مهال د دې فلم لړۍ هم ډېره بریالۍ بلل شوې ده.
سرخط ورځپاڼه