The news is by your side.

عامر خان اوس د اصلی ژوند اتل هم شو

0

تر اوسه شاید تاسې هم د عامرخان په اړه یوازې دا فکر ولرئ چې هغه یوازې ښه ستوری دی او هر فلم یې په ځلونو په لیدو ارزی، خو راځئ نن په سرخط کې دا هم ولولئ چې عامر خان له بالیووډ پرته په اصلی ژوند کې څنګه یو اتل کرکټر هم لری.

عامر خان خورا نرم‌زړی شخص دی، ژر ژړا ورځی او له له خلکو سره خورا ډېره همدردی لری.

هغه په دنګل فلم کې د یوه هندی انجنیر ژوند وژغوره او دا یې په رښتیا هم ثابته کړه چې هغه د ژوند اصلی اتل دی.

په دنګل فلم کې شاجیت را پروېوت، د ډاکټرانو د نه پاملرنې له کبله فلج شو، کورنۍ یې عامر خان خبر کړ او له مرسته یې ترې وغوښته.

عامر خان له دې خبرې پوره کال وروسته خبر شو، خو دومره په بېړه ورغی تا به ویل چې نن پېښه شوې ده.

عامرخان شاجیت ممبی ته رالېږدولی او کورنۍ ته یې د هغې د درملنې په اړه د هر ډول مرستې ډاډ ورکړی، خو په دې یې خورا سخت خبرداری هم ورکړی چې ولې یې دومره ناوخته خبر کړ، دی وایی، باید په لومړیو کې یې دا خبر ور رسولی وای.

(Visited 3 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.