The news is by your side.

قندي کوچی که د پښتو فلکلوري موسقی یوه نامتو سندرغاړې

0

په پښتو موسقی کې د نارینه سندرغاړو سره سم ښځېنه سندرغاړو هم پوره ونډې اخېستې دی، او له کلونو راهېسی ډېرو هنري څهرو خپلې وړتیاوې ښودلې دي. محفلي نندارې یې وړاندې کړی، او پخپلو ترسره شوو هڅو سره یې دې ډګر ته ویاړونه ور بښلی دی.

پدې بهیر کې د مرحومې ګلناربیګم ، رخشانی ، او په اوسني وخت کې د نغمې ، زرسانګې ، قندی کوچې …. او شمېر نورو سرخېلانو نومونه د یادونې وړ دي، چې پخپلو هنري خدمتونو سره یې نه یوازې د پښتو موسقی بډایه کړې اوغنا یې وربښلې، بلکه د پښتنې فولکلوري ثقافت دنګ څلي یې هم درولي دي.

دا ټول نامتو سندرغاړی د ستاینې وړ دي، که د هرې یوې د کارنامو یادونه وکړو، نو په صفتونو به یې کتابونه ډک شي. د دوې ټولو زیارونه او د جمالیاتي

ذوق ارزښتونه د درناوي وړ دي او په زغرده یې ننګه کوو.

خو پدې بحث کې موږ نن د هنرمندې، قندي کوچی د هنري وړتیا په هکله خبرې کوو.

د تېرې جمعې په شپه د ملی ټلویزیون د خیال په موسقی پروګرام کې دې د پښتو محلي سندرو په زمزه کولو سره دا برخه نوره هم رنګینه کړه.

قندی کوچی د کوربه د پوښتنو په ځواب کې ډېر په زړه پورې معلومات هم وړاندې کړل چې د هر لیدونکي لپاره د خوشحالی او ورسره د حیرانی وړهم وو. دې وویل چې په ډېرو محفلونو کې یې ګډون کړی او تر اوسه یې (۲۸۵۲) سندریز کسټونه ثبت کړي او مېنوالو ته یې ډالی کړي دي.

د حیرانی خبره پکې داده چې یوې ښځینه هنرمندې څنګه د خپل بشري توان څخه په لویه پېمانه داسې کارنامې ترسره کړی دی. دې زیاته کړه چې شاعري یې هم ډېره خپله ده او په ثبت شوو سندرو کې تکرار هم نشته.

دا چې قندي کوچی د کوم ځای ده، دا به د رزم او بزم د ډګرونو له فعالانو سره وړ او مناسبې خبری نه وي. ځکه د دواړو ډګرونو نومیالي د خپلو تر سره شوو کارنامو په وجه د خلکو په زړنو کې ځایونه لري. دوې د خلکو په چوپړ کې وي او ولس هم د دوي ستاینې کوي.

دلته نو خبره بیا هغه شی چې وایي (دوی د ټولو او ټول د دوی شی). داسې کسان څوک د سمت، اړخ او نسل په بنا او اساس سره نه پیژنئ، بلکه هر څوک یې مینوال او شېدایې وی. قندی کوچی هم دا وړتیا لري، ځکه په داسې ترنګلو حالاتو کې چې څوک نورو ته خوشحالي ورکوي، هغه د وخت بریالی او ستر کسان بلل کیږی.

موږ په داسې حال کې چې د قندی کوچی د فن مداحان یو، په مننې سره دې ته په خپل زرین هنر کې د نورو شاندارو بریاوو هیله کوو، او ورسره د پښتنې فولکلوری ثقافت د نورې ودې او پراختیا غوښتونکي هم یوو.

(Visited 38 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.