The news is by your side.

لوی د یکتاتور؛ د چارلس چاپلین اثر

د عبدالباري جهاني ژباړه

0

لوی دیکتاتور د چارلس چاپلین لومړنی صوتي فیلم دی. چاپلین په دې فیلم کي هم د یوه خوارځواکي ډنګر یهودي سلماني په رول کي دی چي د نازیانو په زندان کي بندي دی او هم د « ټومانیا»  په نوم یوه خیالي هیواد دیکتاتور دی، چي  هینکل نومیږي. چاپلین، په خپله سوانح کي، خپله داخبره را اخلي چي « لازمه نه ده د نازیانو سره د مخالفت لپاره یو سړی حتما یهودي وي. بلکه انسان ته فقط لازمه ده چي عادي او اصلي بشر و اوسي؛ بیا نو ټول سوال حل دی.»

چاپلین او هیټلر د یوې هفتې په فاصله کي زېږېدلي ول. د دې ، په جسم کوچني او دربدره انسان او اډولف هیټلر ترمنځ یو ډول عجیب شباهت موجود وو. دې دواړو کسانو د بشریت د مخالفو قطبونو نمایندګي کوله. د چاپلین سوانح لیکونکی ډېوېډ روبینسن د ۱۹۳۹ کال د اپرېل پر یوویشتمه ولیکل چي« اسمان ، پنځوس کاله پخوا، یو ډول د ټوکو په موډ کي وو چي امر یې وکړ چي چاپلین او هیټلر دي له یوه بل څخه د څلورو ورځو په فاصله کي دنیا ته راسي. دوی دواړو، هر یوه، په خپل وار د هغو میلیونونو انسانانو، چي د ټولني د ټيټ او پورته سرمنزل تر منځ را ګیردي،  ارمانونه، احساسات او امیدونه ، پر خپل طرز، بیان کړل. دوی دواړو، هر یوه، د عصري نړۍ د بې وسه انسان مشکل بیان کړ. هر یوه په خپله هینداره کي ورته وکتل. یوه د نېکۍ له اړخه او هغه بل د بې مثاله شر له اړخه.»

چاپلین، د خپل فیلم د پای لپاره، پر هغه وینا باندي، چي د یوه  سلماني خبري دي، او خلک یې د هینکل دیکتاتور له خولې اوري، څو میاشتي کار وکړ. دا وینا یې څو ځله یې ولیکله او بیرته یې څیري کړه. ډیرو خلکو پر دغه وینا باندي انتقاد وکړ. ډیرو خلکو هغه د یوه ویښ او پاک وجدان آواز وباله. په خواشینی سره باید ووایو چي د چاپلین هغه وینا، لکه څرنګه چي د ۱۹۴۰ کال شرایط یې بیان کړي دي، د نني ورځی له شرایطو سره برابره ده.

د لوی دیکتاتور وروستۍ وینا: 

زه متأسف یم، مګر زه نه غواړم چي یو دیکتاتور و اوسم. دا زما کار نه دی. زه نه غواړم چي یا فتوحات وکړم او یا پر چا حکومت وکړم. زه غواړم چي، که ممکنه وي،  له هر چا سره مرسته وکړم. له یهود، عیسوي، تور، سپین او له هر چا سره. موږ ټول غواړو چي له یوه بل سره مرسته وکړو. د بشر په خټه کي دا خصلت اغږل سوی دی. زموږ آرزو دا ده چي د یوه بل په خوښي ژوند وکړو. نه د یوه بل په بدمرغي. موږ نه غواړو چي له یوه بل څخه نفرت وکړو او یا یوه بل ته په سپکه سترګه وګورو. په دې نړۍ کي د هرچا لپاره ځای سته. دا ښکلې مځکه دومره غني ده چي هر چا ته یو څه ورکولای سي. موږ کولای سو چي دې ژوند ته هم د آزادی نعمت ورکړو او هم یې ښکلی کړو، مګر موږ لاره ورکه کړې ده.

حرص د انسانانو زړونه له زهرو ډک کړي دي؛ او نړۍ یې د نفرت په مورچلونو سره بېله کړې ده؛ او حماقت د بدمرغۍ او وینو تویولو سبب سوی دی. موږ سرعت ته انکشاف ورکړی دی مګر ځانونه مو په یوه کوچنۍ خونه کي بندیان کړي دي. ماشین او صنعت، چي د پرېمانۍ سبب کیږي، موږ نېستمن کړي یو. زموږ پوهي او علم موږ یوه بل ته بدبین او دښمن کړي یو. زموږ هوښیاری زموږ زړونه سخت کړي او زموږ څخه یې ظالمان جوړ کړي دي. موږ فکر بیخي ډېر کوو او احساس بیخي لږ کوو. موږ تر ماشین او صنعت انسانیت ته زیاته اړتیا لرو. موږ تر هوښیاری، و مهربانی او نرمو زړونو ته زیات ضرورت لرو. پرته له دې به ژوند ټوله تشدد او دښمني وي او هر څه به مو بایللي وي.

الوتکو او رېډیو موږ یوه بل ته نيژدې کړي یو. د دغو شیانو د اختراع کېدلو ماهیت پخپله په انسان کي د نېکۍ د ایجادولو غوښتنه کوي. دا پخپله د نړۍ والي ورورګلوی چیغه کوي؛ او زموږ د ټولو د یو کېدلو غوښتنه کوي. حتی همدا اوس زما ږغ د نړۍ په میلیونونو انسانانو ته رسیږي. په میلیونونو غمجنو وګړو، ښځو او وړو ماشومانو ته رسیږي. د هغه سسټم قربانیانو ته رسیږي چي انسان دې ته اړباسي چي بېګناه خلک بندیان او شکنجه کړي.

هغوی ته، چي زما ږغ اوري، زه وایم چي مه نا امیده کېږی. هغه بدمرغي چي پر موږ یې سیوری خپور کړی دی د هغو انسانانو د حرص او بدنیتی یوه هښمه ده چي د انسانانو له پرمختګ څخه په وېره کي دي او دا هښمه تېرېدونکې ده. د انسانانو د نفرت دوره به تېره سي او دیکتاتوران به مړه سي؛ او هغه قدرت چي دوی له خلکو څخه غصب کړی دی بیرته به د خلکو لاس ته ولویږي. انسانان به مري خو آزادي مرګ نه لري.

عسکرو! هغو ځناور صفتو انسانانو ته مه تسلیمېږی چي تاسي ته په سپکه ګوري، چي ستاسي څخه غلامان جوړوي، هغوی ستاسي ژوند ته د عسکري کنډک په څېر امر کوي چي څه وکړی- څه ډول فکر وکړی او څه ډول احساس وکړی. هغوی چي په تاسي عسکري تمرینات او تعلیم کوي او ستاسي د خوراک طرز او اندازه  کنټرولوی هغوی ستاسي سره د څارویو په څېر سلوک کوي او ستاسي څخه د توپونو د باروتو کار اخلي. ځانونه دې انسانانو ته، چي د انساني فطرت مخالف حرکت کوي، مه تسلیموی. دا ماشیني انسانان دي، مغزونه یې ماشیني دي او زړونه یې ماشیني دي. تاسي ماشینونه نه یاست! تاسي څاروي نه یاست! تاسي انسانان یاست! تاسي په زړونو کي له انسان سره مینه لری! تاسي له چا څخه نفرت نه کوی! تاسي باید له نفرت څخه نفرت ولری او له هغو کسانو څخه نفرت ولری چي هغوی د انساني فطرت په خلاف حرکت کوي. عسکرو! د غلامۍ لپاره مه جنګېږی! د آزادی لپاره وجنګېږی!

د سېنټ لوک په اووه لسم فصل کي لیکلي دي: « د خدای پاچهي د انسان په زړه کي ده» نه د یوه سړي، نه د یوې ډلي بلکه د ټولو انسانانو! او په تاسي کي! تاسي انسانان د ماشینونو د ایجادولو قدرت لری. تاسي د خوښۍ او نېکمرغی د ایجادولو قدرت لری! تاسي انسانان کولای سی چي خلکو ته آزادي وبخښی او ژوند ښکلی کړی؛ او له دې ژوند څخه د ښکلا او خوشبختی داستان جوړ کړی.

نو د ډیموکراسی په نوم- راسی چي له دې قدرت څخه ګټه واخلو- راسی چي ټول سره متحد سو- راسی چي ټول د یوې نړۍ د جوړولو لپاره وجنګیږو. یوه داسي بې غل او غشه او صفا نړۍ جوړه کړو چي انسانانو ته د کار کولو فرصت ورکوي. داسي یوه نړۍ چي ځوانانو ته راتلونکی او بوډاګانو ته مصوونیت ورکوي. ځناورو له خلکو سره دغه وعدې کړي او د دغو ژمنو په وسیله قدرت ته رسېدلي دي. مګر دوی دروغ وايي! دوی نه دا ژمني پوره کړي او نه به یې پوره کړي!

دیکتاتوران خپلو ځانونو ته آزادي اخلي مګر نورو انسانانو ته د غلامۍ کړۍ په غاړو کي اچوي! اوس یې وخت دی چي د دغو ژمنو د بشپړولو لپاره وجنګیږو! راسی د نړۍ د آزادولولپاره وجنګیږو. راځۍ چي د ملتونو ترمنځ سرحدونه له منځه یوسو. د حرص، نفرت او دښمنی کمبله ټوله کړو. راځی چي د عقل او منطق د نړۍ لپاره وجنګیږو. دهغي نړۍ لپاره چي علم او تخنیک د انسانانو د خوشبختی سبب کیږي. عسکرو! راځی چي د ډیموکراسی په نوم ټول سره یو موټی سو!

(Visited 34 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.