The news is by your side.

ولې عالیه له ورون دوهنه اندېمښنه ده؟

0

عالیه بهټ او ورون دوهن چې تازه یې د «کلنک» په نوم فلم کې هم د ښه کار کولو کیسې ښکته پورته کېږي، وايي له ورون دوهن سره د فلم پر مهال ورته اندېښنې پیدا کېږي.
هندي رسنۍ لیکي، د بالیووډ دا مشهور ستوري چې تر دې وړاندې يې په څلورو نورو فلمونو کې ښه رول ادا کړی دی، وايي ښايي دا دواړه ممثلان د روانې لسیزې شارخ‌ خان او کاجل لقب هم خپل کړي.
خو اوس ستونزه دا ده چې عالیه بهټ له ورون سر د دويم فلم ډکولو پر مهال تشویشي کېږي او د هغه سترګو ته کتلای نه‌شي او د دوی د اندېښنې حد تر دې هم رسېږي چې په بل فلم کې کار کولو ته زړه‌ ښه نه‌ کړي.
عالیې بهټ له رسینو سره په خبرو کې ویلي، هر وخت چې په فلم کې له ورون دوهن سره د یوې شېبې انځور اخيستنه کوي داسې احساس کوي چې نور به بیا ورسره ګډ کار و نه‌ کړي، خو دوې اوونۍ وروسته ورته هر څه بدل ښکاري.
دا په داسې حال کې ده چې د باولیووډ سېنما په دې دواړو مشهورو ستوریو عالیه بهټ او ورون دوهن خپله مینه‌وال پر دوی د دوه مینانو ګمان کوي او ښايي یوه ورځ په خپله مینه اعتراف هم وکړي.

سرخط

(Visited 37 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.