The news is by your side.

وهلي؛ که انوشکا چمتو شي په خپل ژوند فلم جوړوم

0

د هندوستان د کرېکټ وتلي ستوري او لوبډلمشر ویلي چې که مېرمن یې چمتو شي، په خپل ژوند به ورسره فلم جوړ کړي.

د کرېکټ په ډګر کې د منډو جوړولو ماشین او د هندوستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ویرات کوهلي وایي چې مېرمن یې ورسره کار وکړي، نوموړی به ورسره په خپل ژوند باندې فلم جوړ کړي.

نوموړي چې په انسټاګرام باندې له خپلو مینوالو سره خبرې کوې، په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې که انوشکا چمتو شي، نوموړی به ورسره په خپل ژوند باندې فلم جوړ کړي. دغه وتلی ستوری چې د هندوستان له پولو هخوا د نړۍ په هر کونج کې سرسخت مینوال لري، وړم کال یې له انوشکا شرما سره واده وکړ.

انوشکا شرما د بالیووډ سینما وتلې اداکاره ده چې سږ کال یې د مې میاشتې په لومړۍ نېټه د خپل ژوند ۳۱ پسرلی ونمانځه.

ویرات کولي په خپلو خبرو کې ویلي چې د خپل ژوند په هکله جوړېدونکي فلم کې به ګډون وکړي. له دې داسې ښکاري چې د ده پر ژوند باندې د فلم جوړول وار له مخې په پلان کې دي. تر کوهلي مخکې د هندوستان د تجربه کار لوبغاړي او پخواني لوبډلمشر مهیندر سېنګ ډوني په ژوند باندې هم فلم جوړ شوی ؤ چې د مینوالو له تود هرکلي سره مخ شو.

د هندي رسنیو د راپور له مخې په دغه ویډیویي او آنلاین بحث کې ل ویرات کوهلي سره د هند د فوټبال لوبډلې کپتان سنیل چیتري او د هغه مېرمن سونم بتا چاریه هم برخه وال وو. د دغې بحث په ترڅ کې سونم بتا چاریه له ویرات کوهلي وپوښتل چې که ستاسې په ژوند فلم جوړېږي، چمتو یئ چې خپله په کې کار وکړئ؟

ویرات کوهلي د دغې پوښتنې په ځواب کې وویل چې که مېرمن انوشکا یې ورسره د مینې ول ادا کړي، په پوره لېوالتیا به په دغه فلم کې کار کولو ته زړه ښه کړي او د خوشالۍ احساس به ولري.

انوشکا او کوهلي په دې وروستیو کې د سینما او سپورت له ډګره دوه هغه وتلي ستوري بلل کېږي چې د هند ډېری مینوال یې اغېزمنه او ښه جوړه بولي. انوشکا په ګڼ شمېر فلمونو کې د یو اغېزمن کرکټر په توګه را څرګنده شوې ده.

د هند وستلي کرېکټ ستوري په خپلو څرګندونو کې همداراز ویلي چې که زه د خپل ژوند په هکله جوړېدونږي فلم کې خپل رول ادا کړم، ښایي دومره اغېزمن نه وي ځکه په خبره یې نوموړی یو مسلکي کرېکټر دی، نه یو سینمایي ستوری.

(Visited 56 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.