The news is by your side.

پر پریانکا د عریضو باران

0

له هغه وروسته چې ملګرو ملتونو پاکستان غوښتنه رد کړه چې د هند د سېنما وتلې ستورې پرینکا چوپړا دې د یونېسيف د خیر ښېګڼې لپاره د ښه نیت له سفیرانو و ایستل شي، اوس د هغې پر ضد یو ځل بیا په پنجاب کې عریضه ثبت شوه.

د پاکستان مسلم‌لیګ «ن» یو غړي سیمر اکومل په پنجاب محکمه کې د ملګرو ملتونو د هغې پرېکړې پر ضد عریضه ثبت کړې چې ولې یې د پریانکا چوپړا په اړه د دوی عریضه و نه منله.

په دې عریضه کې ویل شوي چې د هندي سېنما وتلې ستورې پریانکا چوپړا خورا کرکجنه او د جنګ پلوې ده او د امن او سولې په اړه هيڅ نه پېژني.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې سلګونه پاکستانیانو د دې هېواد د بشري حقونو د وزیرې شیرین مزاري په ګډون له ملګرو ملتونو غوښتي و چې د کشمیر موضوع کې د هند حکومت او پوځ ملاتړ له کبله او د پاکستان پر ضد د جګړې پلوي نظر څرګندولو له کبله باید هندي ممثله پریانکا چوپړا د سولې او ښه نیت د سفیرې لقب ترې واخیستل شي.

دا ناندرې په داسې وخت کې پېښېږي چې پرینکا چوپړا د تېرې فبروري میاشت کې د هند او پاکستان تر منځ د سیاسي او امنیتي وضعیت پر ترینګلي حالت په یو ټویټ کې د هندي پوځ په ملاتړ هشټګ کارولی و.

د بالیووډ ممثله پریانکا چوپړا په ۲۰۱۶ م کال کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یونېسیف د ښه نیت سفیره وټاکل شوه او په زمبابوې کې د جنسي زور زیاتي ښکار ماشومانو په اړه د څېړنې یوې پروژې کې شامله وه.

سرخط

(Visited 34 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.