The news is by your side.

په هغه ناشناس چلیپا، دا درواخلئ!

0

د پښتوژبه یوه داسې بډایه ژبه ده چې د موسیقی په لحاظ په هرسرګم ، هر راګ ،هره انتره ، هره آستایی ، هرسُراوهر(لی) کې داسې خوندوره نښلی چې یوه ژبه هم دومره په ګرامری ښکلی عروض کې نشی تلل کیدای ،او په مناسب اندازکې نشی ویل کیدای په دې هکله شاعروایی :

ستوري ورته غوږ دي د آسمان د سپوږمۍ ژبه ده  +  وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده

پورته ښیګڼې لامل شوې چې اوس ډیری دری ژبې سندربولان لکه آریانا سعید د خپل شهرت په خاطر پښتو سندرو ته مخه کړې او په خوند یې وایی ، د دې سندرو ویل د (سیاه سنګ) غوندې کسانو د رخې او حسد لامل وګرځیده ، هماغه وو چې د ناشناس له زړښت او د هغه د ککرۍ د مغزو د فلج نه په ګټه پورته کولو سره ، د پټې خزانې په تاریخي سپیڅلی ژبګړ مانیفست باندې یې ناجایزه برید وکړ ، سره له دې چې دا متعصب او حسود خلک دپښتو ژبې په هکله هر څه وایی ، خوحمزه بابا بیا داسې ځواب ورکوی .

اغیار خو وايي د دوزخ ژبه ده زه به جنت ته له پښتو سره ځم .     اوبل شاعر:

آدم، هوا سره پښتو ویله.
خدای له موسی سره پښتو ویله.
عېسی امت ته په خطاب کې وویل.
مریم له ما سره پښتو ویله.
یوسف د مصر د عزیز ماڼۍ کې.
له زلیخا سره پښتو ویله.
د خپل آیین د خپریدو په خاطر.

زردشت، یما سره پښتو ویله.

په هرصورت دخدای کړه دی او د بنده ورته کاته دی د دې ژبې پورته ځانګړتیاوو بل ناشناس هم زیږولی ، چې په خپل هنر کې له لومړی ناشناس نه که پورته نه دی، نو ترې کم هم نه دي ، چې په لنډه توګه به یې در وپیژنو:

حیات کاکړ چې په ۱۳۲۴کال په کندهار ښار کې وزیږید – وروسته یې کورنۍ کابل ښار ته راغله ، لومړنئ ښوونځی یې دامیردوست محمد خان په ښوونځي کې سرته ورساوه اووروسته یې تر نهم ټولګی د حبیبیې عالی لیسه وویله او بیا یې هم له حربی ښوونځی نه په اعلی درجه بریالی اودامریکې دمتحده ایالاتو په نیویارک ښار کې یې دکوینزعسکری کالج ولوست بیاهم هوایی اکاډمۍ ته دزده کړولپاره ورغی اودالوتکودانجن په برخه کې دااکاډمۍ پای ته ورسوله او بیرته افغانستان ته راستون شو ، دلته په افغانستان کې حالات بدل شوی و او د هغه په طبعیت برابرنه وو، نو بیرته امریکې ته ولاړ او د لاس انجلس په هوايي ډگر کې دنده ترلاسه کړه . د سترو الوتکو بوینګ دي ، سي ، تن  په ماشین ېې کار کاوه . هلته ېې يوولس کاله کاروکړ . وروسته یې شخصی آزاد شغل پيل کړ. د ايټالوي خوراکونو رستوران ېې پرانست . اوس تقاعد شوى دى او کار نه کوي ، خو له موسيقي سره سروکار لري او سندرې هم وايي . دده ديوې سندري مطلع داسې ده :

دیاغی مرغه وزر وم ، خواوس نه یم     +   دژیړی مازیګرغروم ، خواوس نه یم

 له کوچنيوالي ېې له موسيقي سره مينه درلوده. د ناشناس سندرې ېې زياتې خوښيدې . اوله همدې کبله دناشناس د(بی بی رادو جان ) سندره یې داسې ویلی چې څوک یې په آسانه دغږتوپیر نه شی کولی ،  په بله سندره کې داسې وایی  :

یوه شپه به داسې راشی چې په خیال به دې اوریږم

له لیمو به دې خوب تښی،  هرنفس به دې یادیږم

هغه د امريکا غږ راډیو سره همکاري لرله او د ( ازهرچمن سمنې ) خپرونه ېې چلوله . ديارلس سي ډي گان ېې جوړکړي چې درې  یې (ډي وي ډي) دی . واده ېې کړى ، درې زامن اودوې لوڼې هم لري .

د ډیرخوند لپاره اودا چې دوهم ناشناس ښه وپيژنئ نو(یوټیوب) ته مراجعه وکړی!

(Visited 34 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.