شاه‌رخ خان له نویو ځوانانو لږ ګیله‌من غوندې دی. هغه په یوه تازه مرکه کې ویلي، یو شمېر بې له دې چې د یوې پېښې اوس او راتلونکی درک کړي یو شمېر کارونه کوي چې له درد پرته بله پایله نه لري.

هغه د نوي کال د جشن په شپه د هند په بنګلور کې د یوې ځوانې نجلۍ جنسي ځورونې ته په اشارې له والدینو غوښتي چې خپلو اولادونو زیات پام وکړي.
ده ویلي، د ښه اولاد له‌پاره ښه روزنه په کار ده چې باید هر پلار او مور یې خپل اولاد ته ورکړي.
دا پېښه اکشی‌کمار، سلیم خان، شېکر کپور، فرهان اختر او یو شمېر نورو ستوریو هم غندلې وه.

سرخط ورځپاڼه