The news is by your side.

اغزن تار

نظیر انګار

0

غزل

سمه خو پریږده دا اغزن تار چی په غره تیریږي

لکه په ستونی چې تیره زما چاړه تیریږی

منل خو څه چې اوریدل یی راته دومره ګران دي

لکه چی زهر می له ستونی نه ترخه تیریږي

هره د جبر معامله راته ده دومره سخته

لکه سختۍ د ځنکدن چی په چا نه تیریږی

که می لوریږي پرې یوه لحظه نو مړ دې شمه

دې تور پنجاب ته چې مې هر څاڅکی اوبه تیریږی

انګاره ځینی خو بس داسی ترینه غلي تیر شي

لکه په لاره چی کاڼه او یا ړانده تیریږې

نظیر انګار

۰۲/۰۹/۲۰۲۰ لند

(Visited 69 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.