The news is by your side.

افغان وژنه / استاد بيمار ننګرهارى

0

افغانان دې وژ ل کيږي ښکته پورته
په سرو وينو کې لمبيږي ښکته پورته
کله يو سر وژ ل کيږي کله بل بيا
جنازې دي پورته کيږي ښکته پورته
غوغا جوړه کور په کورد افغا نانو
خويندې ميندې مو ژړيږي ښکته پورته
خو دښمن به کامياب نشي دا مو هوډ دى
افغانان اوس هوښياريږي ښکته پورته
تو طئي دي جوړي کړي پنجا بيانو
په غر بيا نو پلې کيږي ښکته پور ته
که يو ورځې دا ويده پښتون را ويښ شې
بيا به دا جهان بد ليږي ښکته پور ته
د ډيورنډ کر ښه به ورکه شې له منځه
پښتانه به يو ځاى کيږي ښکته پور ته
تجزيه به پاکستان، د شيطان کور شي
نوى ژوند به شروع کيږي ښکته پورته
د افغان دور به را شي دوباره بيا
دښمنان به يې شر ميږي ښکته پور ته
د بيمار ژوند به آرام شي وطنوالو
دا هيواد به آ با د يږي ښکته پور ته

(Visited 16 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.