The news is by your side.

اوسنۍ پښتوملتپاله شاعري او شاعران

لیک: حبیب الله ولي زاده راحل

0

 

  

سریزه

وړاندې تردې چې په اوسنۍ پښتوملتپاله شاعرۍ او شاعرانو وګړیږو اړینه بولم څو د قام ملت او ملتپالنې په اړه څه وضاحت وشي.

  ” قام یوه خیالي ټولنه وي چې ټول وګړي یې یو بل سره پېژنې هم نه، د یو بل سره یې لیدلي هم نه وي او ښايې د یو بل په هکله يې اورېدلي هم نه وي خو بیا يې هم د یو  بل سره د خپلوي تصویر په مغزو کې وي” (انډرسن) “

ملت د انسانانو هغه ټولنې ته وایي چې ګډ نسل، تاریخ، کلتور، ژبه اود مالومې جغرافیې اوسېدونکي ، څښتنان او حاکمان وي، چې له پورتنيو ټکو سره د مینې تړون اواحساس ته ملتپالنه ويل کيږي. که څه هم  د ملت او قام په اړه بیلابیل تعریفات وړاندې شوي خو ډېرئ یې له سیاسي او ګوندي اغراضو اغېزمن دي.

 دنورو اډیالوژيو سره په توپیر ملتپالنه کوم ځانګړى مذهبي او اقتصادي سیسټم نه لري او د ژبې، کلتور، تاریخ او جغرافیې پربنسټ د وګړو ترمنځ تړون رامنځته کوي.

باید وویل شي چې رښتیني ملتپاله د نورو قامونو ژوند ژواک ته سپک نه ګوري ،او یوازې د خپلې ژبې، تاریخ، کلتور، خاورې او خپلواکۍ سره مینه پالي هغه چې د نورو قامونو د ژبې، تاریخ، کلتور، خاورې او خپلواکۍ نه کرکه لري هغه ملتپاله نه بلکې نسل پرست بلل کیږي!

 نسل پرستي په ساده ټکو کې داسې بیانولی شو:  بل قام او ملت سپک کڼل ، اوهغوې ته د داسې القابو او صفاتو منسوبول او کارول چې بل قام ا و ملت ته د سپکاوي په مانا وي او همدارازخپل قام او ملت غوره اوغښتلۍ ګڼل او نور قامونه سپک بلل، چې دا واړه  نسل پرستي ده نه ملتپالنه.   

لکه څرنګه چې شاعران اوادیبان دقام سترګې او ژبه ګڼو نو غواړو چې داسترګي مو دناپوهۍ کندې ته له ور لویدو وژغوري اوپه ریښتنې مانا ښه لاره ښوونکې وي اوهمداراز ژبه مو دپوهې دلېږد رالیږد وسیله وي نه دسپکو سپورو دوئیلو اوبې ځایه لاپو باټو وسیله.خو د تاریخ په اوږدوکې ځینوشاعرانودوخت دنظامونو دغوښتنو تراغیز لاندې پر داسې  یوه لاره دملت د رهنمايي کولو هڅه وکړه چې ملت په هغه لاره تلل نه غوښتل او هغه څه يې وویل چې ملت نه ویل،او نه يې اوریدل ِغوښتل، دملتپالنې په نوم دې شعارونو نه یواځې داچې د ادب روح ته صدمه ورسوله بلکې دملت اذهان يې مغشوش کړه حتا دملت د ټوټې کیدو تربریده خبره ورسیده چې تر ننه یې هم اغېز محسوسیږي.

موخه:

 اوسنۍ پښتو ملتپاله شاعري،،پيل، بیلګې ،اود ځینوملتپاله شاعرانو په شعرونه کې دهنرپه ګاڼه پسولل شوو او د رښتينې ملتپالنې دسپېڅلواحساساتو په رڼا کې لوستونکو ته لیدلورۍ ورکول څوپه اشعاروکې درښتیني ملتپالنې او شعارونه توپېروکړای شې.

 

سکالو:

دپښتو ادبیاتو تاریخ په بیلابیلو دورو اوپړاوونو کې دشعر په ژبه دملتپالنې سپېڅلي احساسات ځلیدلي، په ۱۹۱۱ م  کال دسراج الاخبار د دوهم ځل خپریدو سره د پښتوادبیاتو اوسنۍ یا معاصره دوره پیلیږي او ورسره پښتو شعر یو نوې پړاو ته داخلیږي او د مجازي مینې ځای هیوادنۍ مینه او دملت پالنې احساسات نیسي او په ساده ژبه دملت روزنې،ژبپالنې، اوهیوادپالنې چاره ترسره کیږي؛ هسی خو د امیرکروړ نه راواله بیا ترسترخوشال پورې دشعر په ژبه دملتپالنې احساسات ځلېدلي داچې زما دسیمینار سکالو اوسنۍ پښتو ملتپاله شاعري ده نو راځم اوسنۍ پښتو ملتپاله شاعرۍ ته

دسراج الاخبار دڅلورم کال په دریمه ګڼه کې د غلام محي الدین افغان شعرته موپام را اړوم چې دخپلواکۍ په اړه دی:

                شکرشکرباغ مو خپل باغبان مو خپل دی «» ګل موخپل بهارموخپل بوستان موخپل دی  

یا دهیوادنۍ مینې په اړه يې دا نظم :

زړه زما ډک دی له مینــــــــــــې دوطن                خپل وطن ماته عزیز دی تر خپل تن

هریو ګل یې دوطن پرما ډېــر ګران دی                 ترکشمیــــــــــره تر پاریسه تر لندن

یا دصالح محمد کندهاري د امثنوی:       

یو سحـــــــــــر زما تر غوږ سوه له بلبله           په قفس کې یې ژړل دا یې ویلـــــــــــــــــه

چې بندی سوم د صیــــــــاد له سخته دله            ولې نه پوښتــی څوک حال زما یو له بله

ولې نستـه بې فغانـــــــــــــه کارو بار زما             ولې حبـس ابدی راغـــــــــــی په وار زما

چاتـه وژاړم، پر چا باندې فــــــــریاد کړم           چاته خاورې پر خپل سر باندې باد باد کړم

چاته وګـــورم په څه شی زړګی ښاد کړم            د صیاد له لاسه چاته عــــرض و داد کړم

څه راوسوه چې د تور قفس بندی ســوم            نه خلاصېـــــږم په دې بند کې ابدی ســوم

همداراز دعبدالهادي داوي دا شعرچې ژبپالنې په اړه ده:

پښتــو ژبه ده شیـــرینه  «»  هم فصیحه هم متینه

قواعدیې خوراښه دي   «»   قــواعديې هم لږ ندي

داډول اشعار دشعر داوسني تعریف له مخې هنري ارزښت نه لري خو دهغه وخت دغوښتنو او شاعرانو سپېڅلو احساساتو ته په پام یې بې ارزښته نشو ګڼلای بله داچې هغه وخت شاعرانو او ادیبانو دملت بیداري یوډول خپل رسالت ګاڼه، او دې چارې ته ژمن وو، دیادولو ده چې د روښانتیا دپړاو په شاعرانو کې د صالح محمد کندهاري،غلام محی الدین افغان، ،اوعبدالهادي داوي، داشعارو په پرتله د عبدالعلي مستغني په شعرونوکې روانوالۍ او هنریت ډير دی.

د بېلګې په ډول دمستغني څو بیتونه:

بې له علمـــه به څه غواړي په دنیا څوک

که عاقل وي که هوښیار وي که داناڅوک

«»«»«»«»«»

چې دفکـــــــــــــرباریکي نه لري وروره

څه په کار ده که لري باریـــکه ملا څوک

«»«»«»«»«»

که دخپل ملت پخپله غمخــــــــــــــورنشې

هرګز نه کا په پردي مــــــړي ژړاڅوک

دروښانتیا تر پړاو وروسته دویښتیا پړاو پیلیږي ،پدې پړاو کې روش انتقادي ریالیزم او دکارګرې طبقې داستثمار پروړاندې مبارزه وه، که څه هم دا ادبي پړاو دویښو زلمیانو له غورځنګ څخه منشه اخلي خو ددې غورځنګ له خاتمې وروسته هم دوام مومې ددې پړاو د اکثروشاعرانوپه شعرونو کې دملتپالنې احساسات ځلیدلي خو ترټولو لمړۍ دارواښاد استادګل پاچاالفت نوم دیادلو دی الفت دهیواد هغه ریښتنۍ بچۍ دی چې دخپل ملت په خوښۍ خوښ په غم یې غمجن او دظالم پروړاندې د مظلوم ملت رسا غږ وو. دالفت اشعارد ریښتنې ملتپالنې، او انسان پالنې له سپېڅلواحساساتو مالامال دی:

                                          اوربل یې ماپه خوب کې پریشان لیدلی دی

ستابخت خومې رقیبه داسې شان لیدلی دی

که هریو رانه وژنې خیال اوفکرمومه وژنه

پدې کې مې وطن ته لوی تاوان لیـدلی دی

د ویښتیا په پړاو کې ولسي شاعرانو هم په خپلو اشعاروکې ملتپالنې احساسات ځلولي چې دملنګ جان دا سرو کي یې ښه بیلګه ده:

          زماځواني ډول کوي له پښتونواله سره                 زه په پښتو اوپښتونواله باندې سر ورکوم

 داوښتون په پړاو کې هم دشعر په ژبه دملتپالنې احساسات ځلېدلي خو په دې پړاو کې دسیاسي اوګوندي ایډیالوژۍ تر اغېز لاندې دشعر په نامه ډېرئ داسې شعارونه وویل شول چې دملت غږ نه و.

که څه هم سلیمان لایق د ویښتیا دپړاو شاعردی  خو داوښتون دپړاو دشاعرانو سر لاری هم دی چې دګوندي ایډیا لوژئ  پربنا یې په  خپلو اشعار کې دملتپالنې احساسات ځلولي . ویل کیږي که چېرې لایق خپل هنر او استعداد  دګوندیزې ایډیالوژئ قرباني کړی نه وی دملت دپراخ  چوبــــــــــړه به برخمن وی.

زړه مې له مکېــــــزه هر دلبره سره نه ځي

پښـــــــې مې ددوران له هر بې سره نه ځي

دازخمي وطن چې دمزدور په وینو رنګ دی

داسپينه کوتـــــــــــــره له اژدره سره نه ځي

په ۱۸۹۳م کال د ډیورنډ دتړون په اساس یو لوی ملت په دوو برخو وویشل شو ،او ۱۹۲۸م کال دخدایي خدمتګار دتحریک لخوا د(پښتون) په نامه مجله راووته او ډېرئ ملتپاله شاعران پرې راټول شول ، داچې د افغان ملت دې لویې برخې په خپلې خاورې بشپړ حاکمیت نه درلوده او ژبه یې هم دلیک اولوست ژبه نه وه او دورکیدو له خطرسره مخ وه نو ، سیاسي ، قامي او ژبنۍ ملتپالنې مبارزه یې پيل کړه . پدې تحریک کې دننه او بهر شاعرانو دشعر په ژبه دملت دبیدارۍ هڅه وکړه چې فضل محمود مخفی،عبدالمالک فدا، غني خان، حمزه شینواري ، اجمل ځټک ،سیف الرحمان سلیم ، دیادولو دي.

ددې تحریک دنوموړو شاعرانو څخه یو هم فضل محمود مخفی دی چې  په زړه کې يې دخپل ملت دهوساینې لپاره ډېرې هیلې وی او غوښتل یې قام  یې دسیالانو سیال شی ، .

خدایه داسې وخت به راشي

چې زمونږه جهاز به هم وي

لکه باز به په هــــــــــواشي

به ترخو اوبــــــو به سم ځي

ریل به هـــــــم زموږ پيداشي

تار به هم په هر قــــــــدم وي

زه به ځپل جرنیـــــل پسی یم

په دشمـــــــن په داو کول وی

ای زما ننګیالۍ قامـــــــــــــه

وخت دننګ او د سیـــالی دی

دعبدالمالک فدا دنظم څو بیتونه چې دبابړې په جلسه کې یې په خپل غږ اورولی :

کفــــــــــــــن په ترخ کې دسیالئ میدان له ځمه

مرګیه مه راځــــــــــــــــه درځمــــــــــــــــــــــه

عبدالمـــــــــــــــــــــــــــــــــــــالکه ځان فداکړه

پورته دحـــــــــــــــــــــــــــــــــق یوه صداکړه

نوی ژونـــــــــــــــــــــــــــــدون قام له پیداکړه

که خدای راضــــــي شي سفارش به دې کومه

مرګیه مــــــــــه راځــــــه درځــــــــــــــــــــــمه

 

غني خان چې لر اوبر د یو فلسفي شاعر په توګه پېژندل شوی خوځای خای يې په اشعارو کې دملتپالنې احساسات ځلیدلي . دا ترانه یې لاهم دافغان ملت په غرو رغوکې انګازې کوي:

ای زما وطنه دلالونـــــــــــو خزانې زما

ستاهره دره کې دي د تورو نشانې زما

حمزه شینواری دپښتونخوا دخیبر دتاریخي درې لوي هنرمند شاعر دی چې د پښتو غزل اننګوته يې  سرخي بښلې او دغزلبڼ په خسمانه کې بابا شوی، حمزه بابا په پښتو غزل کې دملتپالنې احساسات ډېر په هنرمندانه ډول ځای کړي او ځلولي.

تل به په لار دمېـــــــــړنو سره ځم

یمه پښتون دپښتنو ســــــــــره ځم

دملیت نمــــــــــــره دپرخــې په څېر

ستا ددې شوخو پلوشــــو سره ځم

داچې خـــــــرد هم په ملت ځاروي

زه دهمداسې لېـــــــــونو سره ځم

وايي اغیار چې د دوزخ ژبــــه ده

زه به جنت ته دپښتو ســـــره ځم

حمزه سفــر که دحجاز وي نو هم

زه دپښتون دقافـــــــــلو سره ځم

اجمل خټک چې په پښتونخواکې دانقلابي شاعر په نامه مشهور دی اود خدایي خدمتګارانو دتحریک غړۍ پاتې شوی،خټک دخپل مظلوم ملت غږ په خپلو اشعارو کې منعکس کړی،او دافغان ملت د وېښولو هڅه یې کړې، که څه هم دی دیو سیاسي ګوند غړۍ و خو بیا یې هم په اشعارو کې له سیاسي دریځه دملتپالنې ډېره هڅه نده کړې، او بله داچې هغه ګوند چې ده یې غړیتوب درلوده قامي ایډیالوژي پاللــــــــــــه. داجمل خټک اشعارو کې دحماسې او رومانویت ترڅنګ انتقادي ریالیزم هم پالل شوی، اوداستاد ګل پاچا الفت څخه متاثره ښکاري.

دلویو لویو قـــــــــــــــدرتونو ربه

یوه تمنا ده اوریــــــــــدی شی کنه

ستادسکڼي سکڼي ماښــام نه لوګی

دچا دزړه لوګی لیـــــــدی شې کنه

سیف الرحمن سلیم یو حساس ملتپاله شاعر دی چې په ځوانۍ کې یې عملي سیاست ته مخه کړه او روستو د ادب د بڼ بلبل شو ، له سیاسي مبارزو یې لاس واخست او له سولییزې لارې يې د محروم ولس دحق ِغوښتتنې مبارزه پيل کړه ، او دشعر په ژبه یې دخپل اوده قام دوېښولو کوښښ وکړ.

دوړو وړو خـــــدایانـــــــــو دې بنده کړم

لویه خـــــدایه زه به چا چا ته سجده کړم

قافلــــــــــه دپســـــرلي دې په دې راشی

خپل ژوندون به یې په لاره کې ډېوه کړم

په افغانستان کې داوښتون تر پړاو راوروستو چې استاد محمدصدیق روهي  یې دسمون دپړاو په نامه دنومولو وړاندېز کړی، پدې پړاوکې داوښتون دپړاو او ځنو سمون پالو شاعرانو لخوا په ملي روحیه سمبال اشعاروویل شول، خو له دې سره سره  پښتونخوا ته دکډوال شوو تش په نامه شاعرانوچي  دډلو ټپلو اړوند وو دجهاد اومقامت تر سرلیک لاندې دشعارونو بازار تود وساته، خو  پدې منځ کې داسې شاعران هم شته چې دکډوالئ په سختو شرایطو کې د خپل هیواد وال او ویجاړ هیواد په غم ملغلرې تویوي او بیا يې دهنر په تار پيي، او د وطن پیغلې ته ترې امیلونه جوړوي، دخپل وطن دغرو رغو ونوغنو اوسیندونو یادونه انځوروي، او پرې دخپل هیوادوال دهجر تبه سړوي ، مبارزې ته یې هڅوي او هیلي وربخښي، همدارازپښتونخوامیشتو شاعران هم د افغان ملت په غم ژړلي او دیو واحد ملت په توګه یې په خپلو اشعارو کې دملتپالنې جذبې ژوندۍ ساتلی.

هسې خو داسې پښتون شاعر نشته چې په یو ډول نه یوډول یې په خپلو اشعارو کې دملتپالنې احساسات نه وي ځلولي ؛دلته د څو تنو اوسنو شاعرانو لنډه یادونه او دشعرونو بېلګې وړاندې کوم چې ډېر مشهور دي او  په ډېر هنري انداز يې په خپلو اشعارو کې دملتپالنې احساسات ځلولي.

رحمت شاه سایل : دپښتونخوا مشهور شاعر دی چې په پراخه پيمانه یې په شعرونو کې دملتپالنې احساسات ځلیدلي اودخپل ملت د ویښولو هڅه شوې ده ، ددې انقلابي شاعر شعرونه دسندر غاړو لخواویل شوي او دپښتون کور کور ته رسیدلي ،او ډېر مینه وال لري.

 

ډآډګيرنه

زړګی مې وسکونډه پرې لږغوندې باڼه پورته کړه

مایوســـــــــــــــه کېږه مه پرېوتي پښتانه پورته کړه

ددې نیست مند سماج رنځـــــــــوره وارخطا انسانه

دخپل احساس په اوږو بار دژونــــــــدانه پورته کړه

 

صاحب شاه صابر: دلوړ فکرڅښتن شاعر دی چې په خپلوشعرونو کې دمینې ،بیدارئ او پرمختګ تلقین کوي، او دخپل ولس په وروسته پاتې والي ناپوهۍ او بدبختۍ وير کوي او ليدلوری ورکوي څو ځانونه ددنیا دسیالوقامونوسیال کړي .

زما د قام د کومې بدبختۍ به درته وایم               چې څوک را زلمي کيږي په ټوپکو پسې ګرځي

یا

د خانانو به څه وایو چې خانان دي

ملنګان د پښتنو خپلو کې وران دي

پښتو هغه ګنهګاره دوزخـــــــي ده

پښتانه غــــــــزا ته تلي جنتیان دي

مونږه هاغسې ددځمکې لایق نه یو

ددنیا قامــــونه ستوري داسمان دي

پایله:

شعر دوه ډوله ارزښتونه لري بهرني او،ذاتي ، همداراز دوه ډوله شاعران لرو متعهد او آزادخیالي ، متعهد شاعران دیوې خاصې ایډیالوژویۍ ،ډلې ټپلي، پورې اړونداو په خدمت کې وي او دشعر بهرني ارزښتونو پالي او له شعره دیوې وسیلې کار اخلي،او دآزادخیاله شاعرانوپه شعرونوکې دشعر ذاتي او بهرني ارزښتونه دواړه شتون لري اوښايې بهرنۍ ارزښت ونلري خو ښکلا او عاطفه لري چې دشعر له ذاتي ارزښتونوڅخه دي ، هنر په ښکلا او عواطفوپسې ګرځي،او هله شعرته لاره پیداکوي چې شاعرانه شوي وي. ښايي یو شاعر دخپل ملت هیواد یاد یوه فکري بهیر سره دعاطفي تړون په اساس شعر ووایي، چې دشعریت سره سره دیوه عاطفي پيغام، یا دملپالنې داحساساتو لېږدږونکی هم وي او دشعر ذاتي او بهرني دواړه ارزښتونه پکې خوندي وي. او که چرې دیوه ملت قام او سیاسي جریان له ادرسه  وچ الفاظ دملپالنې قام پالنې او هیوادپالنې دپيغام په نامه دشعرپه اوږو باروو نه یوازې داچې دادب روح ته صدمه رسوي چندانې اغیز به هم ونه ښندي ، او ذوقونه به راخراپ کړي. ارواښاد استاد محمد صدیق روهي وايې:

“شعر له ښکلا او عاطفې پرته نور څه لري؟ هیڅ آیاهمدا کفایت نه کوي

 

ماخذونه

۱:ګل مرجان ، ملتپالنه ، مقاله، خپل وطن ویبپاڼه

۲:روهي ،سرمحقق محمد صدیق ،دپښتوادبیاتو تاریخ اوسنۍ دوره ، دویم ټوک دریم چاپ ، دانش خپرندویه ټولنه۱۳۸۴چاپ

۳:باجوړی، بریالی،دخدایي خدمتګارانو دغورځنګ مخکښ شاعران،جرګه مجله ۱۳۹۱اته پنځوسمه ګڼه دسرحدونو   قومونواو قبایلو چارو وزارت

۴:سایل، رحمت شاه، د ویر په چم کې وار دنغمودی،شعري ټولګه،چاپ وار(اتم)خپرندوی پښتوادبي جرګه ملاکنډ

۵:صابر،صاحب شاه ،دصاحب شاه صابر کلیات.لمړی چاپ کال۱۳۸۹، دانش خپرندویه ټولنه پېښور

۶:روهي، محمد صدیق،شعرپېژندنه،لمړۍ چاپ،۱۳۸۵ ،صمیم ادبي ټولنه کابل

 

(Visited 66 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.