The news is by your side.

او روسان چا وویستل؟/ عبدالمالک بیکسیار

0

روسان نيم تلې څپلۍ ،
روسان شلېدلي ګريوان ،
روسان په خړ خيرن واسكټ دپاسه،
دسرې، زړې خمتا درې كونجه پيوند،
روسان د كلي دماشوم لېندۍ
زموږ ه له كلا واېستل،
او ماليده چې روسان چا واېستل ،
روسان نهرو ويالو ،
روسان ګونګي مازديګر ،
روسان نالوستي ګودر ،
روسان په پورې غونډۍ خښ
شهيد غاټول واېستل ،
روسان له دوړو ډك پكول واېستل ،
ټولې نړۍ ورته كاته چې روسان ډلې ډلې ،
او وارخطا وارخطا،
له څرخي پله نه راوچتې شور غوغا واېستل ،
او ماليده چې روسان چا واېستل ؟!!
روسان د ميندو ښېرو ،
روسان دخويندو ساندو،
روسان پښې يبلې يتيم ،
روسان له ژونده ناخبره سرګردان كوچي ،
روسان ددې خاورې په وينو تاريخ ،
روسان ددې خلكو بې كچې سپېڅلتيا واېستل ،
او ماليده چې روسان چا واېستل ؟!!
روسان واخان كې د وزلوبې د اسونو دربا،
روسان ګومل كې زنګ وهلي پنځه ډزي ټوپك ،
روسان زموږ دتشو مېنو وهم ،
روسان زموږ ه د وچتو غرو بې ژبو تيارو ،
روسان ددې وطن زېږي غوندې هوا واېستل ،
او ماليده چې روسان چا واېستل ؟!
روسان چې و يې اېستل ،
تابه وې بس ده چې اېستل ،
تورې جامې ،
ټيك لكه بخت د وطن ،
په اوږو كړى د زړې خمتا موښلى څادر،
پايڅو يې داسې تورې وازې ، وازې خولې نيولې ،
لكه روسان به تورېدل چې له زاړه ټوپك يې ،
سترګې به خدايږو هيڅ پرې نه مړېدې ،
ماوې چې څوارلس به لا نه وي پوره ،
چاوې قدم چې سپوږمۍ واخلي
نوپنځلس به شي ،
نې (۱) ځان روڼاندى باله ،
او نه ملا اېسېده ،
دوطن د مور ريښتينى بچى ،
د آزادۍ مجاهد ،
چې يې دا سره ديوان له پولې د دنيا واېستل ،
او ماليده چې روسان چا واېستل

(Visited 85 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.