The news is by your side.

ای د قدرتونو پروردګاره!

ابوالمعاني بیدل

0

سید عبیدالله نادر

ای د قدرتونو پروردګاره!

په ژوره ناامیدۍ کې هم ،زمونږ د زړه سکون او ډاد ته یی ، د ټول عالم مخه په انتها د ناامیدی کې ،ستا په لور ده .ته د رحمت پراخه دریاب یي ، که څه هم په سترګو نه لیدل کیږې خو پوهیږو چې زمونږ د زړونو په تل کې دي ځای دی ،د قدرت مظاهر دي په سترګو وینو ،چې ستا د عظمت او بزرګی ښکارندویی کوی ،ای ته! زمونږد زړونودرمانه!ای د زړونو آرامه! ای د زړونو سکونه نور دي د رحمت او بخشایش وزرونه په مونږ راخواره کړه .او دا تیاری او ظلمت مو له مخي لیری کړه.

چه آغوش است یارب ،موجه ای دریای رحمت را

که هر کس ره ندارد هیـــــــچ سو سوی تو می آید

(Visited 29 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.