زه د کاغذ پر مخ د رسم شوې شپې بل تصوير ته گورم
بل تورتم پر لاره
بله شپه ده راروانه
بلې تيارې ته تياری دی
بل جنگ پر کاغذ دی رسم شوی
بل اشغال دلته پيليږي
خدايه خير کړې
خدايه خير کړې
زما خلکو زړه ورو
سره يو شئ،
سره يو شئ
وطن مه پرېږدئ پردو ته
د دې شپې شاته سهار دی
ورځ په خير نوره پيلېږي
