The news is by your side.

بيا کلانکاري کوم!/ عزت الله ځواب

0

نه د چا ياري کوم!
نه ورته زاري کوم!
ځم غريب سړی يمه
خپله مزدوري کوم!
کلي ته به درشمه! 
څو سبه ناري کوم!
خلک دې پيسې ګټي!
زه به شاعري کوم!
کله، کله څښم شراب!
دومره لوفري کوم!
زړه به ترېنه صبر کړم
ښه ډېره خواري کوم!
سر مې داو کې اېښی دی
دغسې جواري کوم!
مينه کې ناکام شومه!
اوس دوکانداري کوم
ته راته ښاری وايه!
خوي به د ښاري کوم!
ښکلې يم ځواب باندې!
بيا کلانکاري کوم!

(Visited 22 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.