![]()
ای بیرغه د افغان
ته زموږ نام و نښان
تل په جګېدو اوسې
تل په رپېدو اوسې
تل په غوړېدو اوسې
تل اوسې ودان
ای بیرغه د افغان
ته زموږ سردار یې
ته زموږ سالار یې
ته مو افتخار یې
مونږه ستا یو نګهبان
ای بیرغه د افغان
په تا ویاړي ډیر قومونه
پرګنې او ولسونه
د وطن ټول ملیتونه
لوړ شې پورته تر اسمان
ای بیرغه د افغان
ته د خپلواکۍ سمبول
ته د واکمنۍ سمبول
ته د مسلمانۍ سمبول
تانه ځار، تانه قربان
ای بیرغه د افغان
ستا درې واړه رنګونه
الله اکبر او ممبرونه
وایي تاریخ او سبقونه
تا به ساتو په ښه شان
ای بیرغه د افغان
ته زموږ نام او نښان
![]()
admin 1069 posts 0 comments