The news is by your side.

تعبیر

عبدالهادي هادي

0
ډک ښار کې تنهایي ده، غریبي ده ، زندګي ده
ستړیا ده، شورماشور دی، بیخوبي ده، زندګي ده
شرمیږو نه، خوشاله یو، چې ساه باسو ژوندي یو
د خپل وجود پخپله ، قصابي ده، زندګي ده
د ژوند او مرګ پر پوله مې، لا هره ساه کې ته یې
راپاته همدا پاڼه ، ګلابي ده، زندګي ده
د تا د خوږو شونډو، ترنم به وي، نور څه دی؟
نغمه د یوه ښکلي ، ربابي ده، زندګي ده
د کرکې له غباره مې، ساتلې ده ، هر وخت کې
د زړه ښیښه مې پاکه ده، آبي ده، زندګي ده
تعبیر د ژوندانه، د ابهام ، څه پوښتئ ملګرو
نیشه د یو، زړه ستړي، شرابي ده، زندګي ده
په سرکې د هادي، د سپینو ډکو، پروا مه کړه
جذبه د عشق یې پاتې، حسابي ده ، زندګي ده
(Visited 50 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.