The news is by your side.

تهذیب

بارکوال میاخېل

0 121
ده یودېرشمه پېړۍ
دلته له لرې وطنو لرغونپوهان راغلي
او پلټنه د آثارو کوي
ترېنه راباسي مو د تللي تمدن ریښې
پکې مو پلونه د رڼا لټوي
که مو پیدا کړي د ژوندون ریښې
هلته تر لویې تیږې لاندې یو رباب ویني
هلته ایرې هلته سکاره یې د باجې موندلي
هلته د کور په یوه کونج کې دي هډونه د انسان پراته
ده یې په ستوني کې د مینې د تهذیب سندره
هلته تر خاورو لاندې مومي د ډاله څو ترهېدلې درزا
هلته پر پراخ میدان ډېر پلونه څاري
چې ترېنه بوی د اتڼونو د ځوانانو راځي
هلته شپېلۍ ده د کورونو شاته ماته پر یو جسد پرته
د دوی ګومان دی دا به وي د دې وطن د ارمانونو شپونکی
ترېنه داړلې یې لېوانو ده د غاړو د ټپو رمه
دی چا وژلی په غمونو شپونکی
ده یودېرشمه پېړۍ
دلته له لرې وطنو لرغونپوهان راغلي
او لټوي زموږ تهذیب د یوویشتمې پېړۍ
چې کړي پیدا پکې زموږه تعمیرونه د خوب
خښتې زموږه د خمیر لټوي
راباسي دوی مو تعبیرونه د خوب
هلته پر غاړه د راده وچه ده ونه د عشق
هلته په سمڅو کې پرتې مجسمې د حُسن
هلته د زهرو د دوکان ورونه سهي سلامت
هلته نابودې میکدې ویني
هلته پراته وي وزرماتي د خندا مرغان
هلته ابادې غمکدې ویني
پلونه راغلي تر کورونو د ناورین لټوي
د لوږې دین لټوي
هلته پر خامو دېوالونو باندې
پیدا کوي د را ځوړندو او پردیو توپکونو نخښې
هلته د ورور لپاره ورور ته لټوي د دوښمنۍ سامان
هلته لرغونی زرین طوق د غلامۍ مومي
هلته په غاړه کې ځنځیر د ازادۍ مومي
ده یودېرشمه پېړۍ
دلته له لرې وطنو لرغونپوهان راغلي
زموږ کتبې چې د قبرونو ویني
چې پرې لیکلې دي د مرګ د هرکلي سندرې
وایي: ښکارېږي داسې
چې دلته نه دي په پېړیو انسانان راغلي.
Leave A Reply

Your email address will not be published.