The news is by your side.

تړلي دي

مصطفی آمن

0
څوک یی په اعدام باندی تړلي دي
څوک یی په بل دام باندی تړلي دي
چیرته چی یی زور او نیرنګ نه چلي
بیا یی په اسلام باندی تړلي دي
وژني یی خو سوڼ هم ترینه نه وځي
خولی یی پدی قام باندی تړلي دی
توغ چی د خپل حق اوچتولی شي
لاس یی دی امام باندی تړلي دی
ورور د ورور لیدلو ته ورتلی نشي
سپي یی په هر ګام باندی تړلي دی
م. امن
ناروی -اسلو
(Visited 28 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.