The news is by your side.

جنت ته ځمه/ عزت الله ځواب

0

له کليوال سره جنت ته ځمه!
خپل انډيوال سره جنت ته ځمه
لکه دوزخ مساپرۍ وسومه!
دې نوي کال سره جنت ته ځمه
نه حوري غواړم، نه غلمان غواړمه
نه له جوال سره جنت ته ځمه!
بيا به شرابو باندې ولامبمه!
چې څارنوال سره جنت ته ځمه!
ته له ګناه سره مستي کوه خير!
زه له وبال سره جنت ته ځمه!
جينۍ چې ستا د زلفو وږم راځي!
نو له شمال سره جنت ته ځمه!
هلته هم ښه مشاعره جوړوم!
ګوره کمال سره جنت ته ځمه!
رب ته به ووايم چې څه مې ليدل!
ځوابه حال سره جنت ته ځمه!

(Visited 19 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.