The news is by your side.

داعش او طالب

سرلوڅ مرادزی

0

مالومیږي چې داعش ته طالب واوښت

د طالب له حمایته، صاحب واوښت

خو د لوبې محتوي پرځای ده پاتې

محتوي د دواړه یو ده قالب واوښت

تنګ میدان د لوبې لوی او ډېر پراخ شو

نندارچیانو ته يي لید هم جالب واوښت

نور قومونه به په خوند خوند ننداره کړي

خو تاوان پکې افغان ته غالب واوښت

نوې لوبه به زړې نه خونړۍ وي

زوړ غاصب پکې په نوي غاصب واوښت

ګوډ تیمور او اتیلا دوران به بیا شي

چې داعش ته چاپیریال مناسب واوښت

د فلک سترګې  راسرې او غضبي دي

برخلیک مو د چنګیز په کاتب، واوښت

په داعش د طالب جان استحاله کې

خلیلزاد پکې له پیله راغب واوښت

موږ چې بوټي ته لاس واچوو، بوټی ووځي

د افغان بخت د شیطان په ثاقب واوښت

شعر وزمه خیالونه

سرلوڅ مرادزی

(Visited 29 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.