The news is by your side.

دا مستې جينکۍ/ عزت الله ځواب

0

څه شوخې دي؛ څه ورانې دي دا مستې جينکۍ
ځوابه؛ ساده ګانې دي، دا مستې جينکۍ!
راځه چې د انځر لاندې په پوله ورته کېنو!
ګودر ته راروانې دي، دا مستې جينکۍ!
هلک ترېنه پر لاره؛ په کراره تللی نه شي!
والله ډېرې شيطانې دي، دا مستې جينکۍ!
ګلونه ورته وړمه، د اختر مبارکۍ کې!
درنې دي، قدردانې دي، دا مستې جينکۍ!
چکچکې راته ووهي، شعرونه ورته وايم!
زما انډيوالانې دي، دا مستې جينکۍ!
د شونډو په شربت باندې نشه کوم، خومار يم
چا ويل چې مهربانې دي، دا مستې جينکۍ!
چې مينه چېرته کفر ده، په سترګو کې پوهېږي!
کافرې، مسلمانې دي، دا مستې جينکۍ!
ځوابه؛ غنمرنګو هلکانو ته به وايم!
چې اوس درباندې ګرانې دي، دا مستې جينکۍ!

(Visited 33 times, 3 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.