The news is by your side.

دردونه

ولي زاده راحل

0

دپرهــرغــــېــږه کې تاوده دردونه
راويښــــوې څه لـــــه ویده دردونه
پریږده چې سترګې سره ورولي لږ
شپــــــــــه تر سهاره وریده دردونه
خواخوږيه ستا دخواخوږۍ په پيغام
څـړېکې یې ملې وې نڅېده دردونه
دفــــريادونو ژبه ګونګه ښــــــه ده
چــــم کې له درده يرېـــــده دردونه
چاچــې دژونــد په مانا ځان پوهاوه
بــس له هغه چاپېــــــــرېده دردونه
(راحـلـه) وخت دجفا ګانو تــصوير
راته ښــــــــوده را زياتيده دردونه

(Visited 80 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.