The news is by your side.

دلته په ژوند کې هغه شور نه شته/ ګلالۍ احد

0

دا رانه مه پوښته چې کله راغلې؟
شمار د شیبو زما نه هیر دی دلته
ته به حساب یې لا په ګوتو کوې
زما خو له ستورو نه هم تیر دی دلته

پردۍ زانګو کې لا زنګیږمه زه
د خپل وطن هسې خوبونه وینم
کله خیبر ، کله سپینغر یادوم
لکه ښامار هسې سیندونه وینم

له لاسه نیسي مې یو ورک تصور
زه ورپسې، دا په کوم لور درومي
زما د وطن په خامو، خامو کوڅو
چټک روان تر کلي کور درومي

دا خو منم په دې منکره نه یم
چې مې یادونه خپل یادونه نه دي
ستا چې لفظونه په لیمو ګرځوم
دغه خوبونه زما خوبونه نه دي

چیرته ګودر خو مې لیدلی نه دی
نه مې منګي نه مازیګر پاللی
د څیړۍ ټال کې مې زنګلي نه دي
نه مې برات نه مې اختر پاللی

خو که ته وايي چې اختر راځي
زه د نکریزو د وږمې په تمه
که ته نارې وهې چې نوی کال دی
زه د اخرې چارشنبې په تمه

اوس خو مړوند دلته خالي ګرځوم
چې بنګړیواله پر دې لار نه راځي
د شنو خالونو هسې ذکر کوم
کوچۍ له غرونو نه تر ښار نه راځي

د تناره لوګی تر ما نه رسي
د کوټنیو کور مې پاتې رانه
دلته کوترې هم غومبر نه وهې
کلونه وشول شور یې پاتې رانه

زړه مې د بام سر ته ختل غواړي
یو ورک ارمان پسې وتل غواړي
دې طلايي زندان کې ساه نه اخلي
شینکي اسمان ته الوتل غواړي

دلته په دې وطن کې هر څه ډیر دي
هم په کې غرونه هم سیندونه ډیر دي
دلته خو هر سړی په ګیډه موړ دی
دلته کتاب او قلمونه ډیر دي

خو په دې هر څه کې نیمګړې یمه
دلته مې هغه کلی کور نه شته
دلته ژوند ډیرې خاموشۍ نه ډک دی
دلته په ژوند کې هغه شور نه شته

دا څه کانې دې افسانو را وکړې
چې ستا یادونه مې یادونه یوسي
د تا خوبونه مې په نیمه شپه کې
له دواړو سترګو نه خوبونه یوسي

دا ستا خبرو باندې تیروتمه
داسې ارمان باید ما کړی نه وی
چې مې زړګي خیالي وطن پسې چوي
دومره دردونه مې زغملی نه وی

خو زوروره ! تا سندرې ویلې
شاعر سړی وي د زړه بار دې سپک کړو
تا چې په هر لفظ کې وطن یادوه
د مساپر زړګي ارام دې ورک کړو

(Visited 76 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.