آ تر څو به! په غــــــرور کې یي لویدلی
په نشو کې د قـــــــــــدرت یی ، لوبیدلی
خبر اوسـه ، چې تر ګوره ، مزل لنډ دی
لــــکه اوښـــکه په ، په بڼو یی ، دریدلی
نادر
په زرهاوو ګلان د اميد په دي دنیا ګۍ کې ، د سل هاوو او زر هاوو امیدونو او آرمانو سره و غوړيږي ،او ډیر ژر مړاوي شي ، یعني د فنا خواته لاړ شي ، د مخه له دي چې په یوه خوله په مړه ګیډه وخاندي بیرته مړاوي شي ، و بیا ورژیدل شي ،چې دا په بوټو او ګلانو د چمن کې د جهان د بی وفایي نښه ده ،چې په دي باندی د ژور فکر خاوندانو څخه بغیر بل څوک نه پوهیږي .
هره پاڼه چې د ګـــــــــل څخه تویږي
صاحبدل په خپل انجام باندی پوهیږي
نادر
د دي نه په غیر زمونږ د انتباه اخیستو د پاره په دي دنیا ګۍ کې په زر هاوو نور رموزات او اشارات شته ،چې د فاني دنیا د بی وفايۍ او سست بنیادۍ خبرتیا ورکوي ،خو دا هغه چا د پاره چې د بیداره زړه او متجسس روح خاوندان وي ،هغوي د دي درک کولای شي ،او نور هسي په خوله وایي : چې دا فاني دنیا حیف او افسوس چې مونږ خپل حالت ته په ژوره کتنه نظر نه کوو،په کار ده چې پر یو بل د غرور او لويی نه کار وانخلو
پیدایښت کې چې له خاورو یو ، پیدا
فرق به څه وي ای غافله، زما وستا
نادر
نو لازمه ده ، چې یوه شیبه په خود شو ، او دمخه له دي چې ، په هر مړي او ژوندي وژاړو یوه شیبه ، په خپل عجز او حالت د زړه په ژور احساس وژاړو ، او د دي فاني دنیا د ګذر څخه عبرت واخلو ،چې د دي ګذري دنیا نه ښه عبرت ځای نشته