The news is by your side.

د زړښت څپیړه

اکبر بری

0

     دغه ستا ځواني به هم ترپایه نه وي

     ژوند به تا هم یوه ورځ زړه بوډۍ کړي

    دا ماشوم چي دي اوس غیږکي دی په مینه

     دا ماشوم به دي د خپل ماشوم انۍ کړي

                        ×××

      دا نازک نازنین مخ به دي ډیر ښکلی

    وخت در وپوښي د ګونځو په لاړونو

     دا زړه وړونکی طراوت به یی ترې لوټ کړي

    او پری وبه شیندي رنګ د خزانونو

                   ×××

     دغه مستي تنکۍ شونډي ستاغوښني

    به بیانه بولي هر زوړاو ځوان ګناه ته

    نه به هیلي زیږوي چاکي د مچو

    نه به بیا اړ باسي څوک له شوقه«آه» ته

                 ×××

    بیابه نه ګوري ځوانان په تمه تاته

    بیابه نه درته په شوق لاري څاري څوک

    بیابه نه په نیمو شپو نه په غرمو کي

    غلي غلي ستا دکټ لورته درځي څوک

                   ×××

      ښکلي دومره پرخپل حسن غره مه شه

     چي وخت تانه ډیري مستي مستي ښکلي

     د زړښت په یوه څپیړه ناګومانه

    د غرورله تخته لاندي غورځولي

(Visited 98 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.