The news is by your side.

د سولې غزل

عبیدالله ملکزی

0

چې مو زړه ازاروي زړه یې ازار کړې
د خوښیو له شېبو یې رایسار کړې

زما د بورې مور د یو څاڅکي بدل کې
ته یې جوړ په مخ د تړمو اوښکو لار کړې

ماتوي ملا د عاجز پلار پدې عمر
بند په بند یې کمر تاوو لکه د مار کړې

د پردې ترشا بیان مو د بدۍ کړي
په اوږو یې ګناهونه زمونږ وربار کړې

چم په چم مو خوښۍ ټولې مړاوي شوي
بس د سولې په باران مو زړه بهار کړې

ړنګ ګودر مو د بمونو قرباني دی
رازرغون یې تر خوا ونې د چنار کړې

تښتېدلې کبلۍ بېرته راستنې کړه
ترهه ورکه له دې کلي له دې ښار کړې

د ورورۍ، میني او جار بادونه تېز کړه
(ملکزی) پکې لاهو مست او خمار کړې
…………………………………………………………………..
2020/2/26 پېښور
کبلۍ: د هوسۍ بچی

(Visited 76 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.