The news is by your side.

د سولې گل/عظم الدين عليمي

0

ښه خوشبوي گلاب د سولې بڼ کې وکره باغوانه
د جـگـړو بـدبـويـه ونــه کـړه بـهـر لـه گـلـسـتـانـه
بدرگه کړئ افـغـانـانـو ښـکـلـی خـوږ آواز د امــن
دا ترخه بدرنگ جنگونه نفرين غواړي لـه انسانـه
الـهـي ښـايـسـتـه ډالـۍ د مـحـبـت لـه آدم هـېره
دا اغځن بـوټـی د کرکې خو تحفه ده له شيطانه
نـاپـوهـي او سـاده گـي شـوه وسـيـله د مکارانو
د افـغـان ويـنـه ټـاپـې د تـرهـگـرۍ کـړلـه ارزانه
ابليس تـور د فتنو رنگ کړ پر لـمنـه د دين پورې
بشريت زخمي زخمي شو وحشت تاو دی له جهانه
د چـا گـټـې سـيـمـه يـيـزې د چـا گـټـې نړيوالې
مسلسلې ويـنـې زبـېـښـي د آسيا زړه له شريانه
خلکو ژر شئ يو له بله ټينگ لاسونه سره ورکړئ
وشړئ تپلی جنگ نـور لـه خپل کور افغانستانه

 

(Visited 25 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.