The news is by your side.

د ظلم زور ولکه/عظم الدين عليمي

0

ــــــــــــــــــــــــــ
د نـن ورځـې سياست کې رښتيا نشته
هـيـڅ بـاور د اشـغـالگر پـر ويـنـا نشته
د پـردي وطـن نـيـواک گــڼـي خپل حق
د مـظـلـومو پـر قـتـال يـې پــروا نشته
د قـطـر مــذاکـرات عــوامـفــــريـب دي
جــفــاکـارو نــه امــيــد د وفـــــا نشته
نـه تـېـريـږي دايـمـي پـوځي حضور نه
اراده د تــگ لــه زړه د آســــــيــا نشته
تـرهـگـر د نـيــواکـگـرو ښـــه پـلـمـه ده
د پنجاب په لاس يې روزي سودا نشته
ډانفورډ وايي, تـرهـگـران شته ډلې ډلې
پـر هــيــواد د افـغـانـانـو ويـســا نشته
امريکا باندې کړي بريد زغمی يې نشو
کـه پـوځـونـه هـلـتـه ساتو خطا نشته
پـه زبـېـښـاک پـسـې راغـلـی ستـمـگر
خلک ځپي روحيه يې وژني گناه نشته
دښتې غرونه به له زېرمو کاندې تشې
چـا ويـل افغانستان کې غـناء نشته?
پـرديـپـال يې پـه ډالـرو روږدي کړي
هيڅ زړه سوی يې د اولس پر ژړا نشته
يـرغـمـل يـې رهـبــران د طـالـبـانـو
پر څرگند واقعيت شک د هيچا نشته
ولکه ټينگه پـر نـړۍ د ظلم زور ده
پر مظلومو توره شپه ده رڼـا نشته
لـه امـو تـر ابـاسيـنـه که يو نه شي
د افغان پـه بـرخه نوره خندا نشته

(Visited 20 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.