The news is by your side.

د عمرخیام څلوریځې/ د عبدالباري جهاني ژباړه

0

فریاد که عمر رفت بر بیهوده

هم لقمه حرام و هم نفس آلوده

فرموده  ناکرده  سیه رویم کرد

فریاد ز کرده های نا فرموده

یم پښیمانه عمر ولاړی بیهوده تیر سول کلونه

هم حرام می دي خوړلی هم می کړي گناهونه

چی د کړو وه  ومی نه کړل  تر قیامته یم مختوری

هی افسوس چی ډېر می کړي د نه کړلو عملونه

می خوردن من نه از برای طربست

نز بهر نشاط و ترک دین و ادب است

خواهم که دمی زخویشتن باز رهم

می خوردن و مست بودنم زان سببست

زما یاري له میو نه ده  د مستۍ د زیاتولو

نه د پاره د خوښۍ دي نه د دین د پرېښودلو

زړه می غواړی چی فارغ سم یو گړی له خپله ځانه

ځکه لار می ده اخیستې  د پیالو د تشولو

هر سبزه که بر کنار جویی بودست

گویی که خط فرشته خویی بودست

پا بر سر سبزه تا بخواری ننهی

کان سبزه ز خاک ماهرویی بودست

څه سبزه چی دلته وینې چی پر غاړه د ویالو وي

د هغو گلرخو خط دی چی په خوی د فرشتو وي

په احتیاط  قدم پر کښیږده  په مدار باندی تېرېږه

دا سبزه به هم له  خاوری د مهوشو  ښایستو وی

روزی بینی مرا سرمست افتاده

در پای تو سر نهاده پست افتاده

دستار ز سر قدح ز دست افتاده

در حلقه زلف بت پرست افتاده

یوه ورځ به می لا  وینې له مستیه پرېوتلی

ستا پر پښو به می سر ایښی او پر خاورو یم لوېدلی

هم پر سر  می بگړۍ نه وی هم له لاسه جام نسکور وی

او د زلفو په حلقو کی د بتانو کښیوتلی

ساقی که لبش مفرح یاقوت است

دل را غم او قوت و جانرا قوت است

هر کس که نشد کشته بطوفان غمش

در کشتی نوح زنده در تابوت است

د ساقی له سورکو شونډو رنگ راغلی د یاقوت دی

غم یې زړه لره قوت دی  ژوند او روح لره مي قوت دی

چی هر څوک یې  شهید نه سي په توپان کی د غمونو

په کښتۍ کی د نوح سپور دی  په ژوندوني په تابوت دی

ساقی که رخت ز جام جمشید بهست

مردن برهت ز عمر جاوید بهست

خاک قدمت که روز من روشن ازوست

هر ذره ز صد هزار خورشید بهست

ساقی نوم  به دي ورنه کړم نه پر جم  نه  پر جامونو

مرگ مي ستا په لار کی خوښ دی تر ابده  له عمرونو

د قدم  خاوری  دي جار سم چی مي نورد  ژوندانه دی

تر ذرې به یې قربان کم  لښکرونه  د لمرونو

ساقی نظری که دل زاندیشه تهی است

شیران همه رفته اند  سر بیشه تهی است

هر شب ز حیات کف  زدی شیشه چرخ

امروز که نوبت ما بود شیشه تهی است

ساقی یو نظر دي غواړم زړه خالی له اندېښنو دی

زمري تللي له میدانه  برم یې تللی له گوښو دی

هره شپه دي گرځولې  سرې پیالې ډکی له میو

نن چی زموږ نوبت راغلی رنگ دي تللی د پیالو دی

ساقی بحیات چون کسی رهبر نیست

ور نیز بود از می و ساغر نیست

می همدم ماست زانکه چون گرمي دل

در آب حیات و چشمه کوثر نیست

ساقی نن په ټول حیات کی هیڅ سړي  ته رهبر نسته

او که دی نو ښه تر میو صراحی او ساغر نسته

د زړه اور چی مو تازه دی د سرومیو  په جامونو

د حیات اوبو کی نسته له چینې د کوثر نسته

ساقی مه رخسار تو جان همه است

دلدار من است و دلستان  همه است

خورشید صفت بمهر ذرات خوش است

تنها نه ازان من که  زان همه است

ساقی سپین رخسار دي جارسم چی د ټولو روح  او ځان دی

زما یې زړه راڅخه  وړی خو  د ټول جهان جانان دی

لکه لمر هسی خوشاله د ذرو په نازولو

زما محبوب یوازی نه دی دا معشوق د ټول جهان دی

ساقی ز میی  که لعلت ان را  ساقی است

دل برنکنم  تا دمی از من باقیست

مشتاقم از آن بدیدنت  مشتاقم

گستاخی من ز غایت مشتاقی است

ساقی ستا له سورکو شونډو د سره می ارمان لرمه

چی  مي یو نفس باقي وی لا به زړه پوری تړمه

په دیدن پسی دي ړوند یم شپه او ورځ دي یادومه

مستي واوښته  له حده گستاخي ځکه کومه

ساقی ببرم گربت یاقوت لب است

وز آب خضر بجای آب عنبست

گر زهره بود مطرب و همدم عیسی

چون دل نه بجا بود نه جای طربست

چی پر څنگ مي گل اندام وي شونډی سرې لکه لعلونه

خضر سر پر سر را ډک کي د حیات  اوبه جامونه

د زهرې په لاس رباب وي  مسیحی یې وي ملگری

چی می زړه  په ځای کی نه وي څه مستي څه یې خمونه

یا رب بگشای بر من از رزق دری

بی منت  مخلوق رسان ما حضری

از باده چنان مست نگه دار مرا

کز بیخبری نباشدم درد سری

ربه ته کې راته  خلاصه دروازه د رزق ارزانه

چی نه اړیمه مخلوق ته نه مي تمه له سلطانه

هسی ډکي پیالې  راکه هسی مست  مي که له میو

چی بیخوده سم له ځانه بیخبره له جهانه

هنگام صبح ای صنم فرخ پی

برساز ترانه و پیش آور می

کافگند بخاک صد هزاران  جم و

این آمدن تیرمه و رفتن دی

زما ښایسته گلرخه پاڅه د سهار نسیم چلېږی

نغمه سازه که می راوړه چی د عمر شپې کمېږی

داسی سل زره جمشیده، کی به  لاندي سی تر خاورو

پسرلي به راسي ولاړ سي ژمي سر پر سر تېرېږی

هنگام سفیده دم خروس سحری

دانی که چرا همیکند نوحه گری

یعنی که نمودند در آیینه صبح

کز عمر شبی گذشت تو بیخبری

سحرگاه چی سپېدې چوی بانگ د چرگ اورېدل کېږی

ته پوهېږې چی  دا ولي ساندي وایی او خروښېږی

وایی بیا هغه دی ښکاري  په هینداری د سهار کي

چی هنوز یې بېخبره  شپې د عمر دي تېرېږی

کو محرم راز تا بگویم یکدم

کز اول کار خود چه بودست آدم

محنت زده سرشته از گل غم

یکچند جهان بگشت برداشت قدم

چاته ووایم  رازونه ما محرم نه دی لیدلی

چی آدم له لویه سره څشی و څنگه راغلی

له لومړۍ ورځی ازل دی له غمو سره اخښلی

څو قدمه یې اخیستی په جهان کی گرځېدلی

گر من ز می مغانه مستم هستم

ور عاشق و رند و می پرستم هستم

هر طایفه ء بمن گمانی دارند

من از آن خودم چنانکه هستم هستم

که له میو د مغانه هسی مست یم دا دی یمه

که مین یمه که رند یم  می پرست یم دا دی یمه

طایفې د خلکو ویني ما په خپلو آیینو کی

زه پخپله خپل وجود یم چی دا هست یم دادی  یمه

گرد دگری چگونه پرواز کنم

یا عشق تو یې  چگونه آغاز کنم

یک لحظه سرشک دیده می نگذارد

تا چشم بروی دگری باز کنم

زما وزر  به څنگه جوړ کي بېله تا بل ځای کي سیوري

ستا دعشق ذکر می مل وي څنگه یاد کمه نور توري

اوښکو کله دی پرې ایښی زما د سترگو د کور غولی

چی می سترگي کمه خلاصي بېله تا د بل پر لوري

در مسجد اگر چه با نیاز آمده ام

حقا که نه از بهر نماز آمده ام

اینجا  روزی سجاده دزدیدم

آن کهنه شدست باز آمده ام

که هر څه تر دې مسجده تمنا ته یم راغلی

نه لمونځونو نه سجدو ته  نه  دعا ته یم راغلی

یوه ورځ می له محرابه مسله ده په غلا وړې

اوس هغه ده زړه سوې بلي غلا ته یم راغلی

در پای امل چو من سر افگنده شوم

وز دست اجل چو مرغ پر کنده شوم

زینهار گلم بجز صراحی مکنید

شاید که چو پر زمی شوم زنده شوم

چی ارمان  می پوره نه سي نه په ژوند کی بریالی سم

یا مرغه  له بڼو کښلی د اجل په لاس مریی سم

صراحی می کړۍ  له خاورو  چی بل څه  رانه جوړ نه کی

گوندي ډک می کړي له میو او زه بیرته را ژوندی سم

جانا من و تو نمونه پر کاریم

سر گرچه دو کرده ایم یک تن داریم

بر نقطه روانیم همی دایره وار

تا آخر کار سر بهم باز آریم

زما او  ستا ژوندون جانانه د پر کار په شان تېرېږی

تن مو یو سرونه دوه دي یوه ساه پکښی چلېږی

پر نقطه باندی را گرځو دایرې دي جوړوو یې

دوه سرونه مو یو ځای سی کار چی پای ته ورسېږی

ترسم که چون زین بېش بعالم نرسیم

با همنفسان نیز فراهم نرسیم

این دم که دروییم غنیمت شمریم

شاید که بزندگی  در آن دم نرسیم

زه بېرېږم نه رسېږو ها نړۍ ته چی مو تله دي

نه په گام برابرېږو  له ملگرو چی مو مله دي

دغه دم غنیمت بولۍ چی دا اوس پکښی اوسېږۍ

څوک خبر دي چی په ژوند مو تر بل دمه رسېده دي

تا ظن نبری که من بخود موجودم

یا این ره خونخواره بخود پیمودم

چون  بود و حقیقت من ازو بودست

من خود که بدم کجا بودم کی بودم

څو چی شک در پیدا نه سي چی موجود یمه پخپله

دا اوږده خونړې لاره  زه پخپله پی کومه

ځکه دی هلته موجود و او له ده زما حقیقت دی

دا زه څوک  ومه پخپله، چېری وم او کله ومه

تا چند اسیر عقل هر روزه شویم

در دهر چه صد ساله چه یکروزه شویم

در ده تو به کاسه می ازآن پیش که ما

در کارگه کوزه گران کوزه شویم

لا تر څو به هره ورځ یو بند د عقل زولانه کي

څه سل کاله څه یوه ورځ یو ژوندي په زمانه کي

تر هغه دمخه راوړه په کاسو کی شرابونه

چی کوزه سي رانه جوړه د کلال په کارخانه کي

بې باده نبوده ام دمی  تا هستم

امشب شب قدراست و من امشب مستم

لب بر لب جام وسینه بر سینه خم

تا روز بگردن صراحی دستم

بې سرو میو هرگز نه وم چی پیدا پر زمانه یم

دا نن  شپه  ده د شب قدر زه په میو مستانه یم

د جام شونډو باندی شونډی پر سینه د خم سینه ده

تر سهاره صراحی ده لاس تر غاړه ورسره یم

(Visited 9 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.