The news is by your side.

د عمرخیام څلوریځې/ د عبدالباري جهاني ژباړه

0

هنگام صبح ای صنم فرخ پی

برساز ترانه و پیش آور می

کافگند بخاک صد هزاران  جم و

این آمدن تیرمه و رفتن دی

زما ښایسته گلرخه پاڅه د سهار نسیم چلېږی

نغمه سازه که می راوړه چی د عمر شپې کمېږی

داسی سل زره جمشیده، کی به  لاندي سی تر خاورو

پسرلي به راسي ولاړ سي ژمي سر پر سر تېرېږی

هنگام سفیده دم خروس سحری

دانی که چرا همیکند نوحه گری

یعنی که نمودند در آیینه صبح

کز عمر شبی گذشت تو بیخبری

سحرگاه چی سپېدې چوی بانگ د چرگ اورېدل کېږی

ته پوهېږې چی  دا ولي ساندي وایی او خروښېږی

وایی بیا هغه دی ښکاري  په هینداری د سهار کي

چی هنوز یې بېخبره  شپې د عمر دي تېرېږی

کو محرم راز تا بگویم یکدم

کز اول کار خود چه بودست آدم

محنت زده سرشته از گل غم

یکچند جهان بگشت برداشت قدم

چاته ووایم  رازونه ما محرم نه دی لیدلی

چی آدم له لویه سره څشی و څنگه راغلی

له لومړۍ ورځی ازل دی له غمو سره اخښلی

څو قدمه یې اخیستی په جهان کی گرځېدلی

گر من ز می مغانه مستم هستم

ور عاشق و رند و می پرستم هستم

هر طایفه ء بمن گمانی دارند

من از آن خودم چنانکه هستم هستم

که له میو د مغانه هسی مست یم دا دی یمه

که مین یمه که رند یم  می پرست یم دا دی یمه

طایفې د خلکو ویني ما په خپلو آیینو کی

زه پخپله خپل وجود یم چی دا هست یم دادی  یمه

گرد دگری چگونه پرواز کنم

یا عشق تو یې  چگونه آغاز کنم

یک لحظه سرشک دیده می نگذارد

تا چشم بروی دگری باز کنم

زما وزر  به څنگه جوړ کي بېله تا بل ځای کي سیوري

ستا دعشق ذکر می مل وي څنگه یاد کمه نور توري

اوښکو کله دی پرې ایښی زما د سترگو د کور غولی

چی می سترگي کمه خلاصي بېله تا د بل پر لوري

در مسجد اگر چه با نیاز آمده ام

حقا که نه از بهر نماز آمده ام

اینجا  روزی سجاده دزدیدم

آن کهنه شدست باز آمده ام

که هر څه تر دې مسجده تمنا ته یم راغلی

نه لمونځونو نه سجدو ته  نه دعا ته یم راغلی

یوه ورځ می له محرابه مسله ده په غلا وړې

اوس هغه ده زړه سوې بلي غلا ته یم راغلی

در پای امل چو من سر افگنده شوم

وز دست اجل چو مرغ پر کنده شوم

زینهار گلم بجز صراحی مکنید

شاید که چو پر زمی شوم زنده شوم

چی ارمان  می پوره نه سي نه په ژوند کی بریالی سم

یا مرغه  له بڼو کښلی د اجل په لاس مریی سم

صراحی می کړۍ  له خاورو چی بل څه  رانه جوړ نه کی

گوندي ډک می کړي له میو او زه بیرته را ژوندی سم

جانا من و تو نمونه پر کاریم

سر گرچه دو کرده ایم یک تن داریم

بر نقطه روانیم همی دایره وار

تا آخر کار سر بهم باز آریم

زما او  ستا ژوندون جانانه د پر کار په شان تېرېږی

تن مو یو سرونه دوه دي یوه ساه پکښی چلېږی

پر نقطه باندی را گرځو دایرې دي جوړوو یې

دوه سرونه مو یو ځای سی کار چی پای ته ورسېږی

ترسم که چون زین بېش بعالم نرسیم

با همنفسان نیز فراهم نرسیم

این دم که دروییم غنیمت شمریم

شاید که بزندگی  در آن دم نرسیم

زه بېرېږم نه رسېږو ها نړۍ ته چی مو تله دي

نه په گام برابرېږو  له ملگرو چی مو مله دي

دغه دم غنیمت بولۍ چی دا اوس پکښی اوسېږۍ

څوک خبر دي چی په ژوند مو تر بل دمه رسېده دي

تا ظن نبری که من بخود موجودم

یا این ره خونخواره بخود پیمودم

چون  بود و حقیقت من ازو بودست

من خود که بدم کجا بودم کی بودم

څو چی شک در پیدا نه سي چی موجود یمه پخپله

دا اوږده خونړې لاره  زه پخپله پی کومه

ځکه دی هلته موجود و او له ده زما حقیقت دی

دا زه څوک  ومه پخپله، چېری وم او کله ومه

تا چند اسیر عقل هر روزه شویم

در دهر چه صد ساله چه یکروزه شویم

در ده تو به کاسه می ازآن پیش که ما

در کارگه کوزه گران کوزه شویم

لا تر څو به هره ورځ یو بند د عقل زولانه کي

څه سل کاله څه یوه ورځ یو ژوندي په زمانه کي

تر هغه دمخه راوړه په کاسو کی شرابونه

چی کوزه سي رانه جوړه د کلال په کارخانه کي

بې باده نبوده ام دمی  تا هستم

امشب شب قدراست و من امشب مستم

لب بر لب جام وسینه بر سینه خم

تا روز بگردن صراحی دستم

بې سرو میو هرگز نه وم چی پیدا پر زمانه یم

دا نن  شپه ده د شب قدر زه په میو مستانه یم

د جام شونډو باندی شونډی پر سینه د خم سینه ده

تر سهاره صراحی ده لاس تر غاړه ورسره یم

(Visited 13 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.