The news is by your side.

د عمرخیام څلوریځې/ د عبدالباري جهاني ژباړه

0

گر آمدنم بمن بدی نامدمی

ور نیز شدن بمن بدی کی شدمی

به زان بدمی که اندرین کون و فساد

نه آمدمی نی شدمی نه بدمی

که راتلل می په اختیار وای دې نړۍ ته  نه راتلمه

که په وس می دا هستي وای په دې رنگ چېرته کېدمه

له هغه چی می راتگ وای  دې فاسدي زمانې ته

نه راغلی وای دنیا ته او نه وای دغه چی یمه

صبحی خوش  چه مست خیز ای ساقي

در شیشه کن ان  شراب از شب باقی

جام می بمن آور  و غنیمت میدان

این یکدمه نقد را و فردا باقی

ساقی پورته سه سهار دی  څه تازه نسیم چلېږی

چی د شپې دي درته پاته هغه می ته مي زړه کېږی

راته ډکه مي  پیاله که دغه دم غنیمت بوله

دا یوه شېبه ده نغده سبا هر څه چی پېښېږی

شمعست و شراب و ماهتاب ایساقی

در شیشه میی چو لعل ناب ایساقی

از خاک مگو این دل پر آتش را

بر باد مده بیار آب ایساقی

شمع بله  ده سپوږمۍ ده په سرو میو یې سهار که

ساقی ډکه صراحی دي له سره می لکه انار که

د ځوانۍ او مستۍ اور دی په کوگل کی مي بلېږي

دا گړی  می برباد نه کې ساقي می راوړه تلوار که

ما افسر خان و تاج کی بفروشیم

دستار قصب ببانگ نی بفروشیم

تسبیح که پیک لشکر تزویر است

ناگاه بیک جرعه ء می بفروشیم

له شو کت او شانه تېر یو خرڅوو د کی تاجونه

تخت دي واخله د زربفتو موږته راوړه نی چنگونه

او تسبیح چی سر لښکر دی د ریا او فریبونو

 خرڅوو یې  په رانیسو یو څو څاڅکي  شرابونه

گل گفت  که من یوسف مصر چمنم

یاقوت گرانمایه ء پر زر دهنم

گفتم چو تو یوسفی نشانی بنمای

گفت که بخون غرقه  نگر پیرهنم

گل په خپل حسن مغروره چی یو سف یم په چمن کی

خوله مي ډکه له یاقوتو او طلا می ده لمن کي

ما وې څرنگه یو سف یې نښاني دی راته وایه

ویل  وگوره په وینو سور کمیس لرم په تن کی

گر من گنه روی زمین کردستم

عفو تو امید است که گیرد دستم

گفتی که بروز عجز دستت گیرم

عاجز تر ازین مخواه کاکنون هستم

که په غاړه مي د ټولو مخلوقاتو گناهونه

ستا دعفوی په امید یم چی می ونیسې لاسونه

تا ویل چی خوار و زار یې  په هغه ورځ دي لاس نیسم

لاس می نیسه چی عاجز یم نور به څه وی ذلتونه

هان تا برمستان بدرشتی نشوی

یا از در نیکوان بزشتی نشوی

می خور که بخوردن و بنا خوردن می

گر آنست دوزخی بهشتی نه شوی

پام چی زړونه آزار نه کې د مستانو د رندانو

نه په تونده ژبه ستون سې له چارچوبه د نیکانو

په پرهېز او په چښلو د سرو میو نه بدلېږي

نه ازل د دوږخیانو نه نصیب د جنتیانو

زینگونه که من کار جهان می بینم

عالم همه رایگان  یگان می بینم

سبحان الله بهر چه در مینگرم

ناکامی خویشتن  در آن میبینم

په دې توگه  چی یې گورم د جهان واړه کارونه

یو په یو چی پکښی گورم په نړۍ کی  عالمونه

هی سبحان الله چی گورم چی هر څه ته نظر وکم

ناکامي  مي پکښی وینم  او تباه ټول عملونه

در عشق تو صد گونه ملامت  بکشم

ور بکشم آن عهد غرامت بکشم

گر عمر وفا کند جفاهای تورا

باری کم از آنکه تا قیامت بکشم

ستا په مینه کی جانانه وړمه سل رنگه تورونه

که پر قول سوم پښېمانه  زمایې غاړه ستا تېغونه

کی می عمر وفا وکړه که مي ژوند لا په نصیب و

تر قیامته به دي وړمه د جفا درانه  بارونه

چون نیست مقام ما درین دیر مقیم

پس بی می و معشوق خطا ییست عظیم

تا کی  ز قدیم و محدث ای مرد سلیم

چون من رفتم جهان  چه محدث چه قدیم

چی له دې فاني جهانه عاقبت روانېده دي

لو خطا بېله معشوقه  بېله میو اوسېده دي

لا تر څو کړۍ هوښیارانو د زاړه نوي خبری

چی څوک ولاړ سي له جهانه په زاړه نوي یې څه دي

زینهار کنون که میتوانی باری

بردار ز خاطر عزیزان باری

کین مملکت  حسن نماند جاوید

از دست تو هم برون رود یکباری

د دې عمر چی کلونه لکه باد هسی تېرېږی

زړه ساته د عزیزانو  چی تر څو دي وس رسېږی

دا د حسن قلمرو دی د هر چا له لاسه تللی

چی هیچاته  پاته نه سو تاته  هم نه در پاتېږی

زآن کوزه ء می که نیست در وی ضرری

پر کن قدحی بخور بمن ده  دگری

زآن پیشتر ای پسر که در رهگذری

خاک من و تو کوزه  کند کوزه گری

له هغه  خمه می راکه چی یې نسته تاوانونه

پیاله ډکه ځانته  واخله ماته هم راکه جامونه

می به وچښو گلرخه   هسی نه سبا په لار کی

زما او ستا له خاورو جوړکي  کلالان کوزې خمونه

در کارگه  کوزه گری کردم رای

در پایه چرخ دیدم استاد بپای

میکرد دلیر کوزه رادسته و پای

از کله ء پادشاه و از پای گدای

د کلال په کار خانه کی تېره شپه می څو شېبې وې

کوزه گر پکښی ولاړ و جوړی کړی یې کوزې وې

گرزولې یې پر لوښو هنرمندی کاري گوتي

د پاچا سر یې په لاس کی ورسره د فقیر پښې وې

خوش باش که پخته اند سودای تو دي

ایمن مباش از همه تمنای تو دی

تو شاد بزی که بې تقاضای تو دی

دادند قرار کار فردای تو دی

غم یې مه کوه فلک دي در شمېرلي ورځی شپې دی

د نصیب له زړه دی هېری ټولی  هیلی اندېښنې دی

نه اختیار دي د راتلو و نه اختیار دی  د وتلو

د ازل کاتب لیکلي د سبا ټولی  شېبې دی

ای باده تو شربت من رسوایی

چندان بخورم ترا من شیدایی

کز دور مرا هر که ببیند گوید

ای خواجه شراب از کجا میآیی

دا رسوا مستي شېبې می ستا له ډکی پیمانې دي

غواړم سر پر سر یې نوش کم د سره می ډکی پیالې دي

چی له لیری مي څوک وینی په مستۍ کی راته وایی

خواجه دا څنگه شراب دي دا د کومی میخانې دي

خواهی که اساس عمر محکم یابی

روزی بعالم دل خرم یابی

فارغ منشین ز خوردن باده و می

تا لذت عمر خود دمادم یابی

که د عمر د شېبو دي فولادي غواړې بندونه

که پېرزو دي پر خپل ځان دي دا پنځه  ورځی عیشونه

چی له لاسه یې کښې نه ږدې د سرو میو پیالې ډکي

چی نصیب  دي هر گړی سي د خواږه عمر خوندونه

چون هست زمانه در شتاب ای ساقي

برنه بکفم جام شراب ای ساقي

هنگام صبوح قفل از در بکشای

تعجیل که امد آفتاب ای ساقی

ساقی ژوند په تلوار درومی زړه مي رېږدي له زمانه

پیالې ډکی راته راوړه چی هستي نه سی پښېمانه

پر سپېدو که راته خلاصه دروازه  د میخانې دي

په تلوار یې نوشومه چی لمر خیژی له آسمانه

چون آگهی ای پسر ز هر اسراری

چندین چه خوری بیهوده تیماری

چون می نرود باختیارت کاری

خوش باش درین نفس که هستی باری

چی معلوم دی درته ټوله د زمان او ژوند رازونه

لا تر څو به دي زړه شین وي لا به ولی خورې غمونه

د هستۍ هره شېبه  ده ستا تر واک اختیار  وتلې

شکر باسه چی موجود یې چی لا باسې نفسونه

تن  زن چو بزیر فلک بیباکی

می نوش چو در جهان آفت ناکی

چون اول و اخرت بجز خاکی نیست

انگار که برخاک نه ء در خاکی

فلک ډېری کړې خزانې د گلونولښتی تاندي

می چښه چی آفتونه د جهان لرې  د وړاندی

هم له خاورو پیدا سوی هم به خاوروته روان یې

گواکي نه گرځې پر خاورو یې د گور تر خاورو لاندی

تا در تن تست استخوان ورگ و پی

از خانه ء تقدیر منه بیرون پی

گردن منه ارخصم  بود رستم زال

منت مکش ار دوست بود حاتم طی

چی په تن کی دي لا ساه سته چی لرې هډ او رگونه

د تقدیر له کور د باندی چی ونه باسې گامونه

که دښمن دي رستم زال وي چی تسلیم یې نه سې زور ته

که دي دوست حاتم طی وی یو یې نه سې منتونه

یکدست بمصحفیم  و یکدست بجام

گه مرد ‏ حلالیم و گهی مرد حرام

ما ییم درین گنبد فیروزه رخام

نی کافر مطلق نه مسلمان تمام

هم د میو جام په لاس کی هم په ذکر د قرآن یو

کله کله حرام وخورو کله ټینگ پر خپل ایمان یو

تر دې شنه اسمان را لاندی موږ هم یو له بندگانو

چی نه بشپړ کا فران یو نه  سوچه مسلمانان یو

من باده خورم ولیک مستی نکنم

الّا بقدح دراز دستی نه کنم

دانی غرضم ز می پرستی چه بود

تا همچو تو خویشتن پرستی نه کنم

له مستیه به پرهېز یم که هر څو شراب چښمه

بې د سرو میو له جامه بل ته لاس نه اوږدومه

ته پوهېږې له سرو میو زما مطلب څه دی زاهده

ستا په څېر می خپل وجود ته  له سجدې پرهېز کومه

یا رب تو  جمال ان مهر انگیز

آراسته ء به سنبل عنبر بیز

پس حکم همی کنی که در وی منگر

 این  حکم چنان بود که  کج دار و مریز

خدایه یو ځل دي پیدا کړل تر سپوږمۍ ښکلي مخونه

گڼی زلفی غټی سترگی سره  شونډان لکه لعلونه

بیا نو وایې مه ور گورۍ خو دا حکم داسی ښکاري

 چی پیاله  کږه درواخله خو توی نه کې شرابونه

کردیم دگر شیوه ء رندي آغاز

تکبیر همی زنیم بر پنج نماز

هر جا که پیاله ایست ما را بینی

گردن چو صراحی سوی او کرده دراز

د رندۍ لار مو اخیستې ځو روان یو په مزلونو

د تکبیر نارې مو پورته  پر پنځو واړو لمونځونو

چی هر ځای پیالې تشیږی  په هغه محفل کی ناست یو

صراحی رنگه مو غاړی اوږدې کړي تر جامونو

(Visited 13 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.