ما خـو د مـېـنـې د اوبـو څــپـه کړه
دغـو څپو کې مې غوپه، غوپه کړه
چې مـې جـمـال د خپـل اشنا لـیـدلـو
هـغـه ظـالـم په بې رحمې خپه کړه
دلـتـه د تورو شپـو کـوټـوال ګرزي
دغـو جابـرو رڼا ورځ راشپه کړه
دلــتــه اواز د ازادۍ اوچـت کـړي
ځکه مې چـیـغـه یکه زار ټـپه کړه
خـدایـه زمـا چـیـغـه په جار واوره
د دی ظـلـمـونو استعمار چپـه کړه
اغوس دنمارک
۰۳/۰۷/۲۰۲۰
(Visited 93 times, 1 visits today)