The news is by your side.

د نن ورځې نظم

کبیر کاکړ

0


په هغه زړه لاره یوځل بیا طالب راځي
پخوا چې ئې کرلي وه ً ګلان ً درته کري
جورج بوش وه ‌‌‌‌‌‌ډبولي او شړلي له وطن نه
د ترامپ په یارانه کې اوس ئې بیرته راولي
پرون ً بابر ً راوستي ، اوس نوبت د خلیلزاد دی
لونګۍ د ارواښاد ًعُمر ً، ًهیبت ًباندې تړي
ً سلسال ً او ً شمامه ً خو د زاړه طالب لوی ًویاړ ًشو
ځوانان ئې د خپل ویاړ لپاره کوم سر پریکوي
بې ږیرو ، ږیرې پریږدئ ، بې سوټي ً سنت ً پرځای کړئ
ددین ً پرښتې ً وائي ، ً کلیمه ً به ً سیخوي ً
دوی وائي لوړې زده کړې پوهنتون کې ضرور نه دي
ساتونکۍ پاک الله دی هم روزي رارسوي
توبو ته ځان چمتو کړئ فرهنګي هنرمندانو !
هم ساز هم مو آواز او اتڼونه بندوي
ټي وي د ویدیو ګانو تصویرونو سره ورک کړئ !
که نه نو ، طالب جان ئې درته یو یو ماتوي
سامان د آرایش به دلته. سراسر بندیږي
حیران یم ً نې منم ً ته ، خوارکۍ به څه کوي ؟
د خدای روی ته وګورئ د وطن دوکاندارانو
له نن نه چې قیمت درڅخه نه شي ً چادري ً
ً ژوره ستراتیژي ً ده د پنجاب ، کاکړه پوه شه !
طالب او ً مجاهد ً به ئې په ګ‌‌‌‌‌‌ډه ، پلې کوي .
کبیر کاکړ 15.03.2020

(Visited 109 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.