The news is by your side.

د وخت خبري

اکبر بری

0

زه یی اورم زه یی اورم

دا نارې سورې د وخت مو

چي درجار شم رالټیږئ

څه چاره وکړئ د بخت مو

ځئ په کلکه چي ساه واخلي

دا کنګل غړي کرخت مو

ځئ په کلکه یی بدل کړئ

دا روزګار له کاڼو سخت مو

لاتر څو به وي همداسي

دوزخي شیبې دوخت مو

لاترڅو به خوشال ناست وي

فرعونان د ملک پرتخت مو

دا لیوان چي یې څیري در

ستاسي خیټي دي نه رخت مو

که دا چیغي  ته هم اورې

دا د وخت خبرې سپورې

نو بیا چاته منتظر یی

او بیا څه شي ته لاګورې

(Visited 118 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.