The news is by your side.

د پو هني رڼا /سید عبیدالله نادر

0

چی اسرارو ته له فهمـــــه ، لار پیدا کړو

مــــــعرفت په نور تیارئ په ځان رڼا کړو

د تـــــحقیق سترګي ، اسرارو ته په کار دي

په ادراک سره چی حـــــــــــــل د معما کړو

دي صـــــــحرا کي د تحقیق خپی کړو تڼاکی

تر څو پوی ځان، په رموز د دي دنـــیا کړو

په ړندو سترګو له څه ناز د تـــــــحقیق کړو

په کار داده چی د زړه سترګی ،بینــــــــا کړو

که د عـــــــــــلم کرامت مونږ ته حاصل شي

د پو هــــــــــــــني په رڼا به، لار صفا کړو

که د علم په ښیــــــــــګڼه ، مونږه ، پوی شو

دغه شپی د تورتمــــــــــــــونو به، سبا کړو

(Visited 32 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.