The news is by your side.

راځئ ! مَیندو ته واک ورکړو

نور محمد لاهو

0 96
راځئ ! مَیندو ته واک ورکړو
زه خبر یمه د میندو پاچاهي کې
د تریاکو په شنه رَخت به د غنمو ژیړ ښایست ګلدوزي کیږي
د مڼو غوندې به سور او تازه بوی د محبت
له کلماتو پورته کیږي
او کوڅوکې به وړیا تودې ډوډۍ او رڼا ګانې ویشل کیږي
راځئ مَیندو ته واک ورکړو
زه خبریمه د میندو واکمنۍ کې
هر عسکر به توغوي له خپل سنګره ، په هر لوري ګلابونه
او د تږو تږو غرونو په سرونو
دڅرخَکو الوتکو له غږونو
په غاټولو به وریږي په باران خیشتې سندرې
زه پوهیږمه د میندو پاچاهي کې
په هر باغ کې به تر ټولو مهربان بوټی ازغی وي
د وسلو پر دوکانونو به لوی کولپ وي زنګ وهلی
او چنار به نور د شنې ویالې پر غاړه له ویلني سره خپله ځواني لمانځي
نور د سپینې سینې رَخت به یې تابوت ته نه ګز کیږي
او ډبرې به هم زوړ سکوت خپل مات کړي
ددې ځمکې د پیړیو ناویلي پټ رازونه به رسوا کړي
ماشومان به دمکتب په کتابوکې
رسم شوې د ښایست سپینې کوترې غیږ کې نیسي
سندر مار به جوړوي یې له غومبره کمپوزونه
راځۍ واک میندو ته ورکړو
میندې مه پریږدئ له خَشمه نارینه شي
دګلونو ټیکري پریږدي په پګړیو کې ښکاره شي
آآآآآآآ های خلکو غږ مې اورئ ؟ !
له رڼا سره ډوډۍ به مو لمبه شي
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ګز کول : متر کول ، د ټوټې رابیلول
رَخت : کمیس ، ټوټه ، ټوکر
Leave A Reply

Your email address will not be published.