The news is by your side.

زما دعا

عظم الدین علیمي

0

ربـه زړه تـه مــې ذره دا سـتـا لـه نـور را
ډک لـه مـيـنې نه يو ښکلی زړه صبور را
تـواضع مـې شخصيت سـره پـيـونـد کړه
مــکــمــل انــســانـيـت عـقـل شـعــــور را
عــاطــفــه رحــم کــرم سـالـم وجـــــــدان
ســتــا لـه هـر وصـفـه يو څه ربه غفور را
د شيطان سلطـه کړه محوه وسواس ليرې
لـه ظـلـمـتـه رڼـــا سـپـيـنـې تـه عـبــور را
پـراخ لـيـد وسـعـت د فـکـر حب د پوهــې
مـحــبــت لـه هـــر آدم ســـــره ضـــرور را
وړانــــدې ســـاتـــه مـا لـه کـبره تـعـصـبــه
گــرم زړه سـاړه مـاغزه پاک لاس طهـور را
د افــغـــان لـــه لاسـه لـيـرې کـــــړه ټـوپـک
د قــلــم زور هــــر وګـــړي تــه مـنـظـور را
پـه وطـن کـې مـې اقـوام ښـايستـه گـلونـه
د غونچې په څېر خوشبوي له گـزند دور را
څوک چې يې تخم د نفاق په منځ کې پاشي
کـور يې ړنـگ او د تور مخ يې ژر ظهـور را
مـلـبـس مـو پــه لــبــاس د صــداقــت کـړه
د ويــنــا او د عــمــل واحــد انــځـــــــور را
لـه تـيـري او تـجـاوزه ځـــان خـلاصــون تـه
لـه امـــو تـــر ابــاســـيــنــه خـلـک غـيـور را
چـې ځـان خـرڅ پـه پيسه نـه کـړي پر اغيار
راتـــــه هــســې مــــيـــړنـی ولـس وقـــور را
غــل فــاســد قـاتـل غـاصـب واړه نـابـود کړه
افـــغـــانــانــو تــه آزاد هـــيـــواد لـه چــور را
چې پردي ته يې خوله چينګه واک ترې غواړي
بـې نـنـگانـو گـوډاگـيـانـو تــــــــــه قـــبــور را
اتــحــاد او زور د خــلــکـــــو راپــــيـــدا کــړه
لـه ظـلـمـو او وحــشـتــو نـجــات مــقـدور را
زاري عـجــز د ” عـلـيـمـي ” ربــه قــبــول کړه
سـولـه ټـيـنـگـه رهـايـي لـه جـنـگ مـنـفـور را

(Visited 49 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.