The news is by your side.

زما د ډېر ځپلي قام باچا خبره واوره!/ شاه نواز باقر

0

زما د ډېر ځپلي قام باچا خبره واوره!
ــــــــــــــــــــــــــــــ

زما د ډېر ځپلي قام باچا خبره واوره!
د خپل بې وسه وطن ، بيا تاته اختيار درکوو
واک د خپل کلي درکوو ، هم يې د ښار درکوو
حقدار دې بولوو، بيا په لاس کې اقتدار درکوو
د يو بدلون په صداقت ، لوى افتخار درکوو
درپسې ځوو روان يوو ، لقب د سالار درکوو
رسۍ د عدل او انصاف ، تاته د دار درکوو
د حوصلې دوا اوس هم ، لکه بيمار درکوو
د مينې حد دى ، درجه درته د پلار درکوو

زما د ډېر ځپلي قام باچا خبره واره!
په دې سپيڅلې ، مقدسه خاوره ، جنګ ولې دى؟
د دې حالاتو په قفس کې ، ولس تنګ ولې دى؟
ددې ښايسته وطن تقدير ، داسې بدرنګ ولې دى؟
د محبت نه د نفرت قد ، دومره دنګ ولې دى؟
د هر سړي سره د خوف سېورى ، ترڅنګ ولې دى؟
د قلمونو څوکو کړى ، دومره زنګ ولې دى؟
هريو وګړى ددې وران وطن ، ملنګ ولې دى؟
د هر چا لاس پخپلو وينو باندې ، رنګ ولې دى؟

زما د ډېر ځپلي قام باچا خبره واوره!
ستا په ځولۍ کې اچوو ، د اميدونو تخم
درنه ضايع نه شي، زمونږ د ارمانونو تخم
په هر يو ذهن دى راخپور ، ستا د فکرونو تخم
کرو په ځمکه د احساس ، د الفتونو تخم
لاسو کې شيندو لا د امن د سوالونو تخم
هر څوک راوړي ، دلته د خپلو مزهبونو تخم
د زړه په للمه غواړو ، ستا د کردارونو تخم
لرې کول غواړي ، له دې ځاى د اورونو تخم

زما د ډېر ځپلي قام ، باچا خبره واوره!
دا په مرمېو سوري شوي ، دېوالونه ګورې؟
دا په بارودو سوزيدلي ، مکتبونه ګورې؟
زخمي سجدې ، او شهيد شوي جوماتونه ګورې؟
د بې ګناه خلکو په ښپو کې زنځيرونه ګورې؟
د چا له وېرې نه بند شوي ، مکانونه ګورې؟
په هديرو کې د ژوندو خلکو ، قبرونه ګورې؟
د خپل ولس په ډکو سترګو کې ، سوالونه ګورې؟
په دې سوالونو کې دننه ، ځوابونه ګورې؟

زما ډېر ځپلي قام باچا خبره واوره !
په تورو وريځو کې د جنګ پټ دى ، اسمان د امن
په ځمکه جوړې کړي ، کونترې ماشومان د امن
ورباندې پښې کېږدي له پاسه ، دوښمنان د امن
قسم په خداى له تندې مرو ، نشته باران د امن
يوړو هر چا له ځان سره ، ګور ته ارمان د امن
په مرۍ ناست دي خود غرضه ، قاتلان د امن
کېږدي نومونه په بچو ، اوس افغانان د امن
ته ورته وکړه ، په غوږونو کې اذان د امن

زما د ډېر ځپلي قام ، باچا خبره واوره !
د دې نظام تکميل پکار دى، بل نظام پکار دى
د دې تيارو خلاف ، باچا جدي اقدام پکار دى
ددې سپيڅلي خاورې قدر ، احترام پکار دى
د نفرتونـو ، د جنګـونو قتلِ عـام پکار دى
د جهالـت او انتشـار نه انتقـام پکـار دى
داسې رهبر چې وي صادق، زمونږ د قام پکار دى
د ولس خوب نشته باچا ، د دوي ارام پکار دى
مبارزې ته خو دې ، اوس ايله دوام پکار دى

زما د ډېر ځپلي قام ، باچا خبره واوره!
د دې وران شوي وطن درد خپل کړه، احسان به دې وي
که چرته لاړې ، د نجيـب غوندې ارمان به دې وي

(Visited 70 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.