زما شعر کى دردونه دى دردونه دى
د وطن په ياد خيالونه دى يادونه دى
چيرى هيريدى شى زما۔ ښکلى هيواد زما
د وطن په ياد فکرونه دى سوچونه دى
بهر کى ژوندون ستړى دى ستړى دى
ژوندون پيټى دى غمونه کړاوونه دى
سوله غواړو امن غواړو لويه خدايه
لوى الله ج ته منتونه دى سوالونه دى
بس همدا د ولس او ملت غږ دى
پاڅون همدا زما غږونه فريادونه دى