The news is by your side.

زما ملي بیرغه

انجنیر عیسی بهرام

0
تاسره مې زړه په اهتزاز و خو اوس نه دی
تا سره مې ژوند لکه دباز و خو اوس نه دی
ستا د رپیدو سره مې هیلې نڅیدلې
تاسره مې خیال تل په پرواز و خو اوس نه دی
ستا تر سیوري لاندې مې سندرې ټپې مستې
ستا په قامت جګ زما اواز و خو اوس نه دی
ستا رنګو کې پروت زما تاریخ زما عظمت و
ستا سره هر ځای زما اهزاز و خو اوس نه دی
ستا راټیټیدو سره بهرام هم خاورې بوله
ستا په سر مې هر وطن کې ناز و خو اوس نه دی
Leave A Reply

Your email address will not be published.