وږمي له ځانه خورول ، دا کـــار د ګل دی
ټل په خپل حال باندي ژړل ، کار د بلبل دی
د لټون سترګي پرانســــــــــتل ما حول لیدل
په رموزاتو پو هیــــــــدل ، کار د عاقل دی
ژوند په ناداني، او په غفلــــــــت کي تیرول
په هر انداز کی تـــــــــغافل، کار د غافل دی
معنی له دریچی، خس و خار دلــــــــــته کتل
دردمن زړه ټکورول ، کار د صـــاحبدل دی
د فانی دنیا په مـــــــــــــــکارئ کی، تیر وتل
په تش قدرت لویي کول ،کار د جـــــاهل دی
(Visited 82 times, 1 visits today)