The news is by your side.

زه او لاروی

فاروق فردا

0
زه د سپېدو پر لمن وغوړېدم،
د لمر څرکونه مې وزرونه شول او،
زه د سحر مرغۍ شوم،
او ځان ته ګورمه چې،
له یوې ونې نه تر بلې الوتنې کووم،
زه د ځنګلونو د وږمو په شپول کې.
لاروي ولیدلم،ویې ویل:
کاشکي زه هم مرغۍ وای.
د بوډۍ ټال شوم، د اسمان تن مې یوه دایره کړه،
او ټول واټن یې شو یوه ګام کې تر پښو لاندې مې.
خو لاروي ته بیا کینه ورغله، ویې ویل:
کاشکې زه هم د بوډۍ ټال او دا دنیا مې ټوله پښو لاندی واي.
هغه دباد او د توفان له زوره نه وه خبر،
چې ګورې ورېځې په لغتو وهي،
او د لمر غېږ کې يې پر بیاستو شمېري
د ستړي سا د زګېروو وچې سلګۍ.
سیند دومره ښکل کړلم چې،
زه یې څپه یې شومه او،
د خوځښتونو پر اوږو والوتم،
او په هیندارې کښې مې مخامخ سپوږمۍ پر زنګون کښېنوله،
د تورو زلفو له ماښامه یې راټول مې کړ لمن کښې د شفق ګردونه.
د لاروي شونډي بیا ورپېدي، ویې ویل؛
کاشکې څپه وای، څکول به مې پر هسکو د اسمان لمنې.
چې لاروي پوکی کاوه د منجمدې کینې، سوځند سپرغۍ،
او ما د مینې لویې دښتې کښې د اوښکو سره،
اوبه کول د سرو غاټولو د خنداوو شېبې،
خو زه یې نه لیدلم.
Leave A Reply

Your email address will not be published.