The news is by your side.

سوله – ترانه

الحاج عمر پاڅون

0

      خپلو منځو کې جوړه غواړو

       امن غواړو، سوله غواړو

ورونه افغانان یو

د یو وطن بچیان یو

پاخه مسلمانان یو

     په حکومت ختمه دعوا غواړو

     امن غواړو، سوله غواړ

حکومت که طالبان یو

موافق که مخالفان یو

ټول د سولې طرفداران یو

      ختم جنګ او جګړه غواړو

      امن غواړو سوله غواړو

ورک دې نور جنګونه شي

لنډ دې شوم لاسونه شي

د دښمنانو بد نیتونه شي

          د دښمنانو ورکه غواړو

         امن غواړو، سوله غواړو

نه کوو جنګونه نور

نه وژنو خپل ورونه نور

نه ورانوو ښارونه نور

      په یوې قالینې ناسته غواړو

     امن غواړو سوله غواړو

خپله خپلواکي غواړو

خپله واکمني غواړو

حکومت ملي اسلامي غواړو

        خپل وطن ارامه غواړو

        امن غواړو سوله غواړو

ټول په یو تړون غواړو

مرګ ژوبلې نه خلاصون غواړو

ژوند کې نور بدلون غواړو

     قلم غواړو پوهه غواړو

     امن غواړو سوله غواړو

مینه ورورولی غواړو

سیالانو سره سیالی غواړو

ژوند کې نور ښادي غواړو

    د پاڅون ارمانونه پوره غواړو

    امن غواړو سوله غواړو

    خپل منځو کې جوړه غواړو

Leave A Reply

Your email address will not be published.